د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: رسنیو ته ستاسو په اخطار غوصه یو


په افغانستان کې د یوناما دفتر افغان رسنیو ته د طالبانو وروستي اخطار په غبرګون کې ویلي چې طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځاې له منطق او استدلال نه کار واخلي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ (جون ۲۴) (سرطان ۳) د یوې اعلامیې په نشرولو سره د افغانستان رسنیو ته اخطار ورکړ چې که چیرته د راتلونکې اونۍ تر پایه د دغې ډلې پر ضد خپل تجارتي اعلانونه بند نه کړل نو د دوي لخوا به پرې حملې پیل شي.

یوناما د طالبانو د دغه اخطار د غندلو سربیره ویلي چې د رسنیو په شمول پر ټولو غیر نظامي هدفونو باندې حملې کول د ټولو نړیوالو بشردوستانه قوانینو په اساس منع دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي چې د مطبوعاتو آزادۍ لپاره افغانانو لویه قرباني ورکړې او ګڼ شمیر خبریالان د دغه خوب ریښتیا کیدو په لار کې وژل شوي دي. مونږ د دغو وحشیانه اعمالو په ځواب کې د غوصې پرته بل څه نلرو.

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست هم د طالبانو د دغه اخطار په غبرګون کې ویلي و چې پر رسنیوحمله د ټولو اسلامي او انساني ارښتونو خلاف کار دی.

په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر، جان بس هم د طالبانو په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي و : مونږ له طالبانو غواړو چې رسنیو ته دې نور اخطارونه نه ورکوي. د رسنیو او غیرنظامیانو په وړاندې تاوتریخوالی به هیچ چا ته ګټه ونه رسوي. نه خو په دې کار سره طالبان خپل سیاسي هدف ته رسیدلی شي او نه هم افغان دولت ته د سولې او امنیت فرصت برابرولی شي.

د ملګرو ملتونو او د رسنیو د ملاتړ ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد بللی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پیل راهیسې د خبریالانو پر وړاندې شاوخوا ۴۵ پیښې ثبت کړي چې په کې د تاوتریخوالی، فزیکي حمله او د رسنیزو مرکزونو ویجاړول شامل دي.

XS
SM
MD
LG