د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بې پیلوټه او په لمر چلیدونکې الوتکه په مدار کې د ۹۰۸ ورځو تیرولو وروسته ځمکې ته راښکته شوه


دا الوتکه بې پیلوټه ده او په د لمر په بریښنا چلیږي
دا الوتکه بې پیلوټه ده او په د لمر په بریښنا چلیږي

د متحده ایالاتو د پوځ یوه بې پیلوټه او په لمریزې برېښنا چلیدونکې الوتکه چې مدار ته د ساینسي تجربو لپاره د شپږم ځل لپاره لیږل شوې وه او دا ځل یې د ریکاډ په توګه ۹۰۸ ورځې په مدار کې تیرې کړې، شنبه نومبر ۱۲ بیرته ځمکې ته په خوندي توګه راښکته شوه.

دغه الوتکه چې کوچنۍ فضایي بیړۍ ته ورته ده، د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د هوایي فضا د ادارې د کینیډي په مرکز کې راښکته شوه.

تیر ځل همدې الوتکې په فضا کې ۷۸۰ ورځې تیرې کړې وې. دا الوتکه د بوینګ شرکت جوړه کړې.

د دې شرکت د مشر مرستیال جیم کالټن وویل چې د (X-37B) په نامه دا الوتکه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې فضا ته واستول شوه او هر ځل یې ریکاډونه مات کړي.

ښاغلي کالټن وویل چې دې الوتکې د متحده ایالاتو لپاره داسې بې جوړې وړتیاوې برابرې کړې چې په چټکۍ سره هوایي ټکنالوژي وازمایل شي او مدغم شي.

دې الوتکې د لومړي ځل لپاره فضا ته یوه اله وړې وه چې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو د څیړنو لابراتوار، د امریکا د هوایي ځواکونو اکاډمۍ او ځینو نورو ادارو پرې تجربې کولې. دغه اله په مدار کې د الوتکې څخه جلا شوه او الوتکه په خوندي توګه ځمکې ته راښکته شوه.

پدې تجربو کې د (FalconSat-8) په نامه د سټلایټ آزمایل هم و چې د حربي ښوونځي زده کوونکو د هوایي ځواکونو د څیړنیز لابراتو سره په ګډه ډیزان او جوړ کړی و.

دغه سټلایټ د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په میاشت کې فضا ته واستول شو او لا هم په مدار کې دی.

یوه بله تجربه چې د همدې الوتکې څخه پک کار اخیستل شوی و، دا وه چې که تخمونه د زیاتې مودې لپاره په فضا کې پاتې شي، دا پاتې کیدل به پرې څه ډول اغیز ولري. د (X-37B) دې الوتکې تر دې دمه ۱.۳ ملیارد میله پرواز کړی او په فضا کې یې ۳۷۷۴ ورځې تیر کړیدي.

XS
SM
MD
LG