د لاس رسي وړ اتصالات

د بیلاروس مظاهرې؛ لوکاشینکو له پوتین نه مرسته غوښتې 


پداسې حال کې چې په بیلاروس کې اعترضونو زور اخیستی ددغه هیواد جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین نه د مظاهرو د ارامولو لپاره مرسته غوښتې ده.

بلخوا په سلواکیا کې د بیلاروس سفیر ایګور لیشچینیا په یو ویدیویي پیغام کې د اعتراض کوونکو ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي دي: «زه د هغو سره ولاړ یم چې د بیلاروس په ښارونو کې د سوله ییزو مظاهرو لپاره راوتلي، د هغوی آواز باید واوریدل شي.» هغه زیاته کړې چې د «بیلاروس خلکو دغه حق د سرښیندنو له لارې ترلاسه کړی دی.»

د بیلاروس خلکو وروسته له هغې په پلازمینه منسک او نورو ښتارونو کې مظاهرې پیل کړې چې د هغه هیواد د انتخاباتو کمیسیون الکساندر لوکاشینکو د اګست د نهمې نیټې په انتخاباتو کې د ۸۰ فیصده رایو په ترلاسه کولو سره ګټونکی اعلان کړ. لوکاشینکو د ۱۹۹۴ کال راهیسې واکمن دی او دادې اوس د شپږمې دورې لپاره ددې هیواد جمهور رئیس شو.

د حکومت د مخالف ګوند کاندیدې سویتلانا تسیخانوسکایا چې د انتخاباتو د کمیسیون په وینا ۹.۹ فیصده رایې یې ګټلي د ټاکنو نتیجې ندي منلي او د هغې په وړاندې یې اعتراضونه پیل کړي. هغې نن د یکشنبې په ورځ اګست ۱۶ په منسک ښار کې د «آزادۍ لاریون» اعلان کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې په پلازمینه منسک ښار کې د لوکاشینکو پلویان هم مظاهرو ته راوتلي دي.

الکساندر لوکاشینکو چې تر فشار لاندې دی د ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې یې د مسکو مرسته غوښتې او ویلي یې دي چې دغه حالات یواځې «بیلاروس ته ګواښ ندی.»

هغه د خپل هیواد د پوځ مشر ته ویلي چې پوتین د بیلاروس د امنیت د تضمین لپاره د هر اړخیزې مرستې ژمنه کړې ده.

کریملن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دواړو جمهورو رئیسانو پدې موافقه کړې چې د بیلاروس «ستونزه» باید «ډیر ژر حل شي» او د دواړو هیوادونو اړیکي به نورې هم غښتلې شي.

XS
SM
MD
LG