د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ۱۹ کلنه کرکټ لوبډله بنګلدېش ته ولاړه


دا څلورم ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنه لوبډله په نړیوال جام کې لوبیږي.
دا څلورم ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنه لوبډله په نړیوال جام کې لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې يې د نړیوال کپ لپاره تیاری نیولی او تمه ده چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې چې د جنورۍ په ۲۸ نیټه پیل کیږي ۱۶ هیوادونه برخه اخلي.

افغانستان په خپل ګروپ کې له پاکستان، سريلنکا او کاناډا سره دی، دا څلورم ځل دی چې افغانستان په د ۱۹ په نړیوال جام کې ګډون کوي.

د کرکټ بورد اجرایي مشر شفیق ستانکزی د خپلې لوبډلې د پرمختګ په هیله دی او وايي "دا ډله له هیچا کمه نه ده."

په ورته وخت کې لوبغاړي خوشحال دي چې د نړیوال کپ لپاره چمتووالی نیسي، د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې کپتان جنت خان وايي چې په نړیوال کپ کې د اوسني مقام نه د مخکې تللو لپاره کوښښ وکړي.

د کندهار میدان جوړیږي

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ نن له یوه خصوصي شرکت سره د کندهار په عینو مینه کې د یو معیاري لوبغالي د جوړولو تړون لاس لیک کړ.

د کرکټ بورډ وايي دغه لوبغالی به د ۴۰ جریب ځمکه کې د یوه کال په موده کې جوړ شي، دا به د ۸۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړشي چې د هند لخوا ورکول کیږي.

د کرکټ بورد مشر نسیم الله دانش وايي چې په دغه ځمکه کې به یوه ښه اکاډمي او د کرکټ نورې آسانتیاوې موجودې وي.

په تېرو وختونو کې لوبغاړو د میدانونو د نشتوالي له امله سر ټکاوه، خو د کندهار د لوبغالي له جوړولو سره به دا ستونزې تر يوې اندازې کمې شي.

د یادولو وړ ده چې دا له ننګرهار نه ورسته د کرکټ درېیم معیاري لوبغالی دی چې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG