د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنر او د پراختیایي پروګرام مشر سفر 

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکساندر ډی کرو د افغانستان ختیځو سیمو ته د سفر پر مهال ویلي چې له هرو څلورو افغانانو درې کسان نه شي کولای خپلې بنسټيزې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي يکشنبه د چنګاښ پر ۱۴مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ناورينونه یو په بل پسې رامنځته کېږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر د خپل سفر او د زلزله ‌ځپلو سیمو د لیدنې په تړاو ویلي چې له نږدې د وضعیت د ارزونې لپاره هلته تللی و، څو وکتل شي چې ملګري ملتونه څنګه کولاي شي له زیانمنو ټولنو سره له ناورينه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو .دغو دوو لوړ چار واکو، د افغانستان په شمال کې د مزار شریف د وچو مېوو له فابریکې هم ولیدلې ترڅو د راستنېدونکو لپاره د دندو د رامنځته کولو اهمیت روښانه کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG