د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۶۰ فیصده افغانان بریښنا ته لاس رسی نلري


عکس ارسیف: د برښنا ستنې
عکس ارسیف: د برښنا ستنې

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) وايي چې افغانستان د انرژۍ د یو ستر بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې اوس مهال یوازې شاوخوا ۴۰ فیصده کورنۍ بریښنا ته لاس رسی لري.

دغه پروګرام د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ ( سلواغې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان د بریښنا سکټور د سترو ننګونو سره مخ دی چې په دغو ننکونو کې انرژۍ ته په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې محدود لاس رسی او پر وارداتي بریښنا باندې ډیره زیاته اتکا شامله ده.

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د معلوماتو له مخې دغو ننګونو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، بشري مرستو، پرمختګ او اقتصادي ودې باندې منفي اغیزې کړي دي.

د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د تقاضا او عرضې ترمنځ نه انډول یو ستره ننګونه یاده کړې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې په کوردننه تولید کیدونکي بریښنا د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولی، چې له امله یې اکثره افغانان د فسیلي سون موادو او د جنریټرونو څخه چې د انرژۍ پایښت نلرونکي منابع دي کار اخلي.

د بریشنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال د خپلې شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټو د اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۷۵ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

دا هیواد یوازې د خپلې اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۳۰ فیصده له خپلو داخلي منابعو څخه ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام ویلي: "وارداتي بریښنا یوازې ۴۰ فیصده اړتیاوې پوره کوي چې د اوږدې مودې او پرله پسې کمښت سره په ځانګړي ډول د ژمي په مهال چې بریښنا ته تقاضا زیاتیږي د بریښنا عرضه کمیږي. چې روغتیايي او ښوونیزو مرکزونوهم په کې شامل دي".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د بریښنا د نشتوالي له امله په ولایتونو کې روغتونونه هره ورځ د پنځو او شپږو ساعتونو ترمنځ بریښنا نلري او د ژمي په موسم کې د بریښنا نشتون ۱۲ ساعتونو ته غځیږي.

د ملګرو ملتونو دا پروګرام وايي چې ددې ستونزې سره د مقابلې لپاره یې ځینې نوښتونه پیل کړي دي.

ددغه پروګرام د وینا پراساس ددغو نوښتونو څخه یو یې "افغانستان کې د پوهنې او روغتیا لپاره د پایښت لرونکي انرژۍ خدمتونو" پروګرام دی، چې په کې روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو ته پاملرنه کیږي.

د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام ویلي چې تراوسه ۳۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۵ ښوونځیو ته د کابل او کاپیسا په ولایتونو کې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د لمر له انرژۍ څخه د بریښنا سولرونه نصب کړي دي.

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې خپلو څلورو ګاونډیانو ته د بریښنا د مصرف لپاره ۲۹۹ میلیونه ډالره ورکړي دي.

افغانستان د تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران سره د بریښنا د واردولو تړونونه لري چې د هر میلادي کال په سرکې تمدیدیږي. دغه شرکت د ۲۰۲۴ کال لپاره هم دغو هیوادونو سره تړونونه تمدید کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG