د ملګروملتونو د وګړو ادارې د افغانستان په سرحدي سیمو او بندرونو کې هیواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نورو روغتیايي مرکزونو د جوولو خبر ورکړی دی.
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو ادارې(UNFPA) استازي الکساندر ساشا بودیروزا ویلي، چې دوی تراوسه درې روغتیايي مرکزونه په سرحدي سیمو او یو بل مرکز یې په یو بندر کې تاسیس کړي دي، چې ددغو مرکزونو له لارې ستنیدونکو افغان کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلي بودیروزا د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۰ (تلې ۲۸) د دغې ادارې د تویټر په پاڼه لیکلي، چې د ملګروملتونو د وګړو ادارې په تیر یو کال کې په افغانستان کې له نوي زرو څخه زیاتو افغانانو ته په سرحدي سیمو کې روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو دغې ادارې په کلیوالو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاس رسي یادونه کړې او په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د روغتیايي مرکزونو نشتون له امله په لیرو پرتو سیمو کې د میندو د مړینې کچه مخ په زیاتیدو ده.
د ملګروملتونو د وګړو ادارې ټینګار کړی، چې اوس مهال دا اداره امیندواره میندو ته د روغیتايي مرکزونو د جوړیدو په لټه کې ده ترڅو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د میندو د مړینې شمیر راکم کړي.
د ملګروملتونو د وګړو ادارې ویلي، چې اوس مهال د دغې ادارې ۳۷ ګرځنده ټیمونه په ۱۸ ولایتونو کې بې ځایه شوو میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې د اګسټ د میاشتې پورې د دې ادارې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له خوا د ۶۷۵ زرو کسانو درملنه شوې ده.
ددې وړاندې د ملګروملتونو د وګړو ادارې ویلي و، چې افغانستان کې ۹.۲۸ میلیونه خلک په لیرو پرتو سیمو کې په پرله پسې او د امیندوارې د روغتیا په برخه کې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی و، چې که افغانستان کې د امیندوارو میندو د روغتیا په برخه کې فوري اقدامات ونشي تر راتلوونکو دریو کلنو به ممکن په زرګونو امیندواره میندې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
همدارنګه د ملګروملتونو د وګړو ادارې د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې ویلي و، چې د خپلو همکارو ادارو په ملتیا د ۳۱ ولایتونو په ۱۲۱ ولسوالیو کې ۱۸ روغتیايي پروژې پلې کوي. دغې ادارې ویلي ، چې افغانستان کې خلکو ته په ځانګړي ډول ښځو او نجونوته خپل روغتیايي خدمتونه پراخوي.