د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کډوال هیواد ته بېرته ستانه شوي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله پنځه برابره ډیر شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، ډېری هغه افغانان چې تېر کال افغانستان ته ستانه شوي، له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه تر ۱.۹ میلیونو زیات افغانان، له پاکستان څخه نږدې یو میلیون، له تاجکستان څخه شاوخوا دوه زره او یو شمېر نور له ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، د کوربه هېوادونو د پالیسیو بدلون او د افغانانو پر وړاندې محدودونکو تګلارو په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو تر ټولو لویه څپه رامنځته کړې چې ډېری دغه ستنېدنې جبري بڼه لرله.

کمېشنرۍ په خپل رپوټ کې ویلي چې د دغو پراخو ستنېدنو له امله په نړیواله کچه د افغان کډوالو شمېر په څرګند ډول کم شوی دی. د افغان کډوالو شمېر چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې ۵.۸ میلیونو ته رسېده، د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۳.۷ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

په رپوټ کې راغلي :"د ۲۰۲۵ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر ۴۱.۶ میلیونو ته ورسېد. په دې کې ۳۵.۶ میلیونه هغه کډوال شامل دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر ملاتړ لاندې دي او ۶ میلیونه نور د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تر پوښښ لاندې راځي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱.۲ میلیونه کم دی او دا یو هیله بښونکی پرمختګ بلل کېږي."

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ارزونې ښيي چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان، په ځانګړې توګه د خوړو، سرپناه، د شتمنیو د مالکیت د بېرته ترلاسه کولو او اساسي خدمتونو لکه روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، بېرته ستنو شویو ماشومانو، په ځانګړې توګه نجونو ته د زده‌کړو لاسرسی د افغانستان د نورو ماشومانو په پرتله محدود دی. یوازې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه هلکان او له نیمایي څخه کمې نجونې زده‌کړو ته لاسرسی لري.

دې ادارې له هېوادونو غوښتي چې د کډوالو جبري اخراج ودروي.

رپوټ کې راغلي:"د کنوانسیون د پنځه اویایمې کلیزې د نمانځنې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له حکومتونو غواړي چې یو ځل بیا پر بنسټیزو لومړیتوبونو ټینګار وکړي. تر ټولو مهم اصل د جبري بېرته ستنولو د بهیر درول دي چې له مخې یې هېڅوک هغه هېواد ته نه شي لېږل کېدای چې هلته د ځورونې یا جدي زیان له خطر سره مخ وي. پدې اصل کې نور د استثنا او خبرو ګنجایش نشته. په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د حق د محدودولو لپاره سیاسي فشارونه زیاتېږي، موږ له ټولو دولتونو غواړو چې پرته له هر ډول استثنا دې اصل ته درناوی وکړي او عملي یې کړي."

د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې د جبري اخراج د بهیر په ګډون د افغانانو بېرته ستنېدل دوام لري. د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر نیمايي پورې د بېرته ستنو شوو افغانانو اټکلی شمېر ۶۷۸ زره او ۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG