د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو ستنیدلو او د کروناویروس خپریدو په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنې


افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي یوازې مارچ کې له ایران څخه ۱۷۰ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي
افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي یوازې مارچ کې له ایران څخه ۱۷۰ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د لسګونو زرو افغان کډوالو پر ستنیدلو اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغو کډوالو ستنیدل به په دغه هیواد کې د کروناویروس د لا خپریدو سبب شي.

اوس مهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د مهاجرت په رسمي اسنادو ژوند کوي، چې د دغه شمیر سربیره په سلګونو زره نور افغان کډوال هم په دغو دوو هیوادونو کې میشت دي.

په افغانستان کې د ناامنۍ دوام او امنیتي ګواښونو له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو مخه نه ده نیولې.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ د یو تازه راپور له مخې د تیرې یوې اونۍ په اوږدو کې او هم د مارچ په تیره میلادي میاشت کې له پاکستان څخه لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" یو ویاند بابر بلوچ ویلي، چې په اوسط ډول د ورځې ۱۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنیږي.

هغه وویل، چې ستنیدونکو افغان کډوالو د افغانستان روغتیايي سیستم ته ستر ګواښ راولاړ کړی دی، چې د کروناویروس خپریدل کولی شي د دغه هیواد روغتیايي او ټولنیز خدمتونه تر لوی ازمایښت لاندې راولي.

ښاغلي بلوچ ویلي، چې د کروناویروس د پاکستان او ایران روغتیايي او اقتصادي نظام باندې هم ډیر فشار اچولی دی .

هغه وویل، په پاکستان او ایران کې د کرونا د ویروس د خپریدو له امله ډیر افغان کډوال حتی خپلې لومړنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولی.

په افغانستان کې د چهارشنبې د ورځې اپریل ۱۵ ( وري اوویشتمې) د کرونا د ویروس ۷۸۴ مثبتې پیښې ثبت شوي او ۲۵ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

همداشان په پاکستان کې د تیرې ورځې پورې د کرونا د ویروس شپږ زره مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیواله ادارې " ډبلیوایچ او" ویلي، چې په ایران کې له درې اویا زرو زیاتو مثبتو پیښو ثبتیدل او پر دغې ناروغۍ د شاوخوا پنځه زرو تنو مړینه د جنوبي اسیا هیوادونو ته د کرونا د ویروس د خپریدلو اصلي مرکز ګڼل کیږي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" ویاند بابر بلوچ ویلي، چې دغې ادارې له ایران او پاکستان څخه په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو د ستنیدلو پروګرام د کډوالو او د " یواین ایچ سي ار" د ادارې د کارکوونکو ترمنځ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په موقت ډول ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG