د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر د اروپايی ټولني غړو سره د افغانستان په وضعیت غږېدلی


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د دفتر مشر لیونارډ زولو ویلي چې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د اروپايي ټولنې د غړو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي دي.

لیونارډ زولو د دوشنبې په ورځ ډسمبرڅلورم ( لیندۍ ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ یو تر ټولو لوی بشري ناورین په توګه یاد کړی دی.

ښاغلي زولو ویلي: "سیاسي او مالي ملاتړ په داسې حال کې چې سخت ژمی په مخ کې لرو ډیر زیات مهم دی [ژمی] انساني اړتیاوې لا زیاتوي. بشریت د ګډ اقدام غوښتنه کوي".

همداشان د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې افغانان د تیرو څه باندې ۴۰ کلنو جګړې څخه د زیږیدلو ستونزو، طبیعي پیښو او سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د وینا پر اساس افغانستان کې د بشري بحران پراخیدو ته په کتنې دا کمیشنري مرستو ته اړو افغانانو سره د خپلو نړیوالو شریکانو د هغې له ډلې اروپايي ټولنې په دوامداره ملاتړ باندې حساب کوي.

د ملګرو ملتونود کډوالو د عالي کمیشنرۍ دغه چارواکي په داسې حال کې افغانستان سره د اروپايي ټولنې په مرستو باندې ټینګار کړی چې دغې ټولنې د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې تر وروستیو افغانستان سره د ۲۲۹ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

دغې ټولنې ویلي چې ددغې مرستې څخه به له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیواو د هرات ولایت زلزله ځپلو لپاره د روغتیا، تغذیه، پوهنې او اوبو د برابرولو په چارو کې کار واخیستل شي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې خوا افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا د دریو پرله پسې کلنو وچکالي او اقتصادي بحران په دغه هیواد کې بشري ناورین پراخه کړی دی.

ددې سربیره د هرات په ولایت کې د اکتوبر د میاشتې دریو پرله پسې زلزلو، په کور دننه د شپږ میلیونو بې ځایه شویو کسانو شتون او د پاکستان او ایران څخه په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ستنیدلو هم دا بحران لا پراخه کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG