د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د کډوالو دپاره مو پیسې په کار دي


د کډوالو د چارو په یوه نړیوال کنفرانس کې استازو دا ومنله چې په نړۍ کې بشري کړکیچونه او د بشر اشد ضروریات د توقع نه زیات دي او د بشري حقوقو سازمانونه په دې کې پاته راغلي دي چې دې بحرانونو ته ځواب ووايي.

دوي وايي چې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو خپل د توان تر حده پوري هڅې کړي دي چې د نړۍ د بې ځایه شویو انسانانو سره مرسته وکړي خو که چیري نوې بودیجې او منابعې ورته ځانګړي نشي په نړۍ کې به په میلونو انسانان د مرستو د نه شتون له وجې د سخت بحران سره مخ شي.

په نړۍ کې بحرانونه مخ پر زیاتېدو دي او مخ پر زیاتیدونکې توکه د متاثرو شویو انسانانو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی. د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا لومړۍ ځل دی چې په نړۍ کې د بې ځایه شویو انسانانو شیمر ۵۰ میلیونو ته رسېږي. خو په داسې حال کې چې د بې ځایه شویو انسانانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، موجودې منابعې او بودیجې کافي نه دي چې د دغو بې ځایه شویو کسانو ضروریات پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د سازمان مشر انتونیو ګوتیرس وايي چې مرستندویه سازمانونه په نړۍ کې د زیات شمیر کړکیچونو له وجې بې وسې شوي دي او په موجودو امکاناتو باندې نشي کولای چې ټولو ستونزو ته رسیده ګي وکړي ځکه په نړۍ کې د خلګو نفوس زیات شوی دی، د طبعیي ناورینونو واقعات زیات شوي دي او داقلیم د بدلون تاثیرات هم زیات شوي دي.

ښاغلي ګوتیرس وویل " د بشري مرستو سازمانونو خپل د وسې پورې هڅې کړي دي خو د بحرانونو شمیر او کچه زیاته شوې ده. یا دي نوري منابعې ځانګړي شي یا به مونږ ونشو کړای چې کړکیچونو ته په سمه توګه ځواب ووايوو. په اوسنیوو شرایطو او امکاناتو باندې دا ناممکنه خبره ده چې مونږ ټولو بې ځایه شویو انسانانو ته رسیده ګي وکړو او مرسته ورسره وکړو."

ګوتیرس زیاتوي چې د پیسو د کمښت له وجې د بشري مرستو سازمانونو خپل عملیات محدود کړي دي. هغه وايي چې په دې خاطر په سوریې، عراق او یوکراین کې خلګ د بودیجې د کمښت له وجې زورېږي. خو نوموړی وايي چې په افریقا کې چې اوس مهال د پامه غورځېدلې سیمه ده، بشري ماموریتونه د ډیر خطر سره مخ دي.

افریقا د پامه غورځول شوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو سازمان ریپوټ ورکوي چې د افریقا په وچه کې د ۱۵ میلیونو څخه زیات انسانان د جګړې له وجې یا د خپلو هېوادونو څخه کډې ته اړشوي دي او یا هم په خپلو هېوادونو کې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو متلونو د کډوالو لوی کمیشنر امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې دا ډیره مهمه ده چې نړۍ د افریقا مرکزي جمهوریت او جنوبي سوډان په شان هېوادونو ته پاملرنه وکړي.

ګویترس داسي وویل "په عراق او سوریې کې انسانان په اصلي معنی زورېږي خو دوي ته په سمه توګه پاملرنه نه کېږي نه سیاسي بحثونه پرې کېږي او نه هم کافي بودیجه ورته ځانګړې کېږي. په همدغه دلیل مونږ د نن ورځې غونډه دایره کړې ده او هیله لرو چې په دې برخه کې د نړۍ پوهاوۍ او تعهدات زیات کړو ترڅو اوسنیو بحرانونو ته حل لارې پیدا شي او په بیلابیلو برخو کې بشري مرستې زیاتې شي."

ښاغلی ګوتیرس وايي چې اوس یې وخت دی چې حکومتونه او مالي سازمانونه دې مسلې ته سمه پاملرنه وکړي. اوس یې وخت رارسیدلی دی چې د پرمختايي کمک او خیریه کمک ترمنځ توازن رعایت شي.

هغه زیاتوي چې د خیریه کمکونو په مقایسه د پرمختیايي مرستو پروګرامونو ته لس چنده زیاتې پیسې ورکول کېږي نو په همدغه لحاظ دا ډیره منطقي خبره ده چې لنډه مهاله او اوږدمهاله پرمختیايي مرستې سره یو ځای کړل شي چې د دې کار په کولو سره به زیاتې پیسې راټولې شي او په نړۍ کې د هر کړکیچ د پیل سره به هغه ته ځواب وویل شي او سمه رسیده ګي به ورته وسي.

ملګري ملتونه اوس مهال د عاجلو پېښو دپاره یو وجهي صندوق لري او هر کله چې په نړۍ کې یو بحران رامنځ ته کېږي نو مرستندویه ادارې ددې صندوق څخه پیسې اخلي. دغه صندوق ته په دواطلب ډول پیسې راټولېږي او اوس مهال ډیرې لږ پیسې په زخیره کې لري چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

XS
SM
MD
LG