د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پاکستان تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا زرافغان کډوال نیولي دي


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د روان ۲۰۲۴ کال په دریو میاشتو کې د پاکستاني امنیتي ادارو له خوا د شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوالو د نیولو او په زندان کې د اچولو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې د ورځې ناوخته اپریل پنځم(وري ۱۷) په یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا په نیول شویو افغان کډوالو کې ۷۴۶ قانوني اسناد نلرونکي او د (ACC) کارتونو لرونکي او ۲۰۱ تنه نور د (POR) کارتونو لرونکي شامل دي.

ددغې کمیشنرۍ د وینا له مخې د مارچ په تیره میاشت کې د افغان کډوالو د نیولو کچه کې د فبرورۍ د میاشتې پرتله ۱۲۱ فیصده زیاتوالی راغلی وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي:" د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د (ACC) کارتونو لرونکو او د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د نیولو کچه د (POR) کارتونو لرونکو افغان کډوالو پرتله څلور ځلې زیاته وه".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ شمیرنې ښيي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال را وروسته د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو لړۍ پراخه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تر ټولو زیات شمیر تیر کال ثبت کړی دی. دغې کمیشنرۍ ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۲۶ زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال او له ۴۳۰۰ څخه زیات د (POR) کارتونو لرونکي افغان کډوال نیول شوي وو.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د " بهرنیو غیر قانوني وګړود ایستلو طرحه" پلې کړه چې د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې وروسته تر اوسه پورې ۵۴۷ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي چې ترټولو زیات کډوال د تیر کال د نومبر په میاشت کې خپل هیواد ته تللي دي.

دغه کمیشنري وايي چې په دغه موده کې یې د ۴۷ زرو او ۶۰۰ د (POR) کارتونو لرونکو کډوالو په ګډون ۸۳ زره افغان کډوالو سره وطن ته د ستنیدلو پر مهال مرستې کړي چې په دې شمیر کې ۲۸ زره تنه په خپله خوښه وطن ته ستنیدونکي کډوال هم شامل دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت غواړي چې ددغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوییم پړاو چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو سربیره د (ACC) کارتونو لرونکو کډوال هم شامل دي د اپریل په روانه میاشت کې څه وخت پیل کړي.

د طالبانو د حکومت له اسلام آباد څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه یوه اړخیزه پریکړه ونه کړي او افغان کډوال باید "و نه ځورول شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجنشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دا هیواد د افغانانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو په اړه کومه ځانګړې پالیسي نلري.

میرمن بلوڅ وویل: " د پاکستان دریځ دا دی چې هغه افراد چې په پاکستان کې په غیرقانوني ډول اوسیږي باید چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او په دغو کسانو کې د افغانستان اوسیدونکي هم شامل دي. همداشان مونږ په وروستیو څو میاشتو کې ولیدل چې په لوړ شمیر افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي او په کم شمیر نور افغانستان ته شړل شوي دي".

خو میرمن بلوڅ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د دوییم پړاو د پیلیدو په اړه وویل چې اوس مهال د افغان کډوالو د ایستلو په هکله د نوو اقداماتو په باب څه نشي ویلي.

زهرا بلوڅ وویل په دې برخه کې په مختلفو اقداماتو باندې خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې په دې اړه به د کورنیو چارو وزارت په مناسب وخت کې جزئیات د رسنیو سره شریک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG