د لاس رسي وړ اتصالات

دوشنبه له پاکستان نه د افغان مهاجرو د ستنیدلو لړۍ بیا پیلیږي


بیشتر ممالک کے نوجوان جوڑے اس دن شادی کے بندھن میں بندھتے ہیں تو دوسری طرف پیار کرنے والے ایک دوسرے سے پھولوں اور تحائف کا تبادلہ کرتے ہیں۔
بیشتر ممالک کے نوجوان جوڑے اس دن شادی کے بندھن میں بندھتے ہیں تو دوسری طرف پیار کرنے والے ایک دوسرے سے پھولوں اور تحائف کا تبادلہ کرتے ہیں۔

ټاکل شوې له څه باندې څلورو میاشتو ځنډ څخه وروسته د راروانې دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان مهاجرینو د ستنیدلو لړۍ بیا پیل شي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ ویاندې میرمن دنیا اسلم خان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغه بهیر د پیل په لومړیو دوه میاشتو کې به د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت هغه مهاجرین چې له وړاندې یېخپل هیواد ته د ستنیدلو لپاره خپل نومونه لیکلي استانه شي.

میرمن دنیا اسلم خان وویل "په خیبرپښتونخوا کې تراوسه څلوارلس زرو مهاجرو وطن ته د ستنیدلو لپاره خپل نومونه لیکلي او د اپریل او می په میاشتو کې به افغانستان ته ستانه کړئ شي ".

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو وزارت چارواکي وايي سږکال راجسټر شوو راستنیدونکو افغانانو ته چې له پاکستان څخه په خپله خوښه افغانستان ته راستنیږي، د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ مرستې تر پنځوس فیصده راکمې شوې دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې سږکال به د راجسټر شوو راستنیدونکوافغان مهاجرینو هریو ته د څلور سوه امریکایي ډالرو پر ځای دوه سوه امریکایي ډالره ورکول شي.

ښاغلي میاخیل وویل " هغوی چې د مهاجرت کارتونه لري، هر ستنیدونکي ته چې پخوا څلور سوه امریکایي ډالر ورکول کیدل، خو د دغه بهیر د ځنډ وروسته چې بیا پیلیږي د دغه بهیر په پیل سره دا مرستې د څلورو سوو ډالرو څخه دوه سوو ډالرو ته کمې شوي دي او هغوی چې د مهاجرت کارتونه نه لري او وطن ته راستنیږي هغوی ته تیرکال افغان حکومت د یو سل او درې شپیته میلیونو ډالرو بودیجه ځانګړې کړې وه،سږکال هم هڅې روانې دي چې دغسې ستنیدونکو ته بیا هم یوه بودیجه ځانګړې شي ".

افغان حکومت وایي چې په تیر عیسوي کال کې له پاکستان څخه تر اوو سوو زروپورې افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.

چې له نیمایي زیات یې راجسټر شوي مهاجر او پاتې یې په پاکستان کې پرته له اسنادو دیره افغانان وو.

افغان حکومت سږکال هم له پاکستان څخه تر اوو سوو زرو پورې د افغانانو ستنیدلو ته په تمه دی.

خو په اسلام اباد کې د یو این ایچ سي آر دفتر وایي چې د دې اټکل کول له وخت وړاندې دي چې سږکال به څومره افغانان له پاکستان څخه خپل هیواد ته ور ستانه شي.

د دغې ادارې د شمیرنو له مخې تیرکال له پاکستان څخه ۳۷۰۰۰۰ راجسټر شوي افغانان افغانستان ته ستانه شوي وو.

د تیرکال د جولای په میاشت کې له پاکستان څخه د افغانانو د ستنیدلو بهیر هغه وخت چټک شو چې پاکستان حکومت له خپل هیواد څخه د افغانانو د ایستلو لپاره پر مهاجرینو باندې فشار زیات کړ.

د بشر د حقونو د نړیوالې ادارې هیومن رایټ واچ د یو رپوټ له مخې د تیرکال په جولاې کې له پاکستان څخه تر شپږ سوه زرو پورې افغانان په زور شړل شوي وو چې دا د دغې ادارې د وینا له مخې په نړۍ کې په ډله ایز ډول د مهاجرو د بیرته ستنولو تر ټولو زیات شمیر دی چې د هغوی د خوښې پر خلاف ستانه کړای شوي دي.

د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د هیوم رايټ واچ په رپوټ کې چې په تیره عسیوي میاشت کې خپور شوی، د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ له خوا هر ستنیدونکي راجسټر شوي مهاجر ته د ستنیدلو پر وخت د څلور سوو امریکایي ډالرو د مرستې برابرول هغوی ته د پاکستان د پریښودلو لپاره یو ډول رشوت ګڼل شوی، خو یو این ایچ سي آر دا ادعا ناسمه بولي.

یو شمیر هغه افغانان چې وطن ته راغلي هم ادعا کوي چې په پاکستان کې پولیسو ورسره سم چلند نه کوه او د هغوی له خوا زورول کیدل.

خیرالله چې تیرکال له پاکستان څخه وطن ته راستون شوی وایي، چې د پولیسو ناسم چلند دې اړ کړ چې هلته هرڅه پریږي او افغانستان راشي.

ښاغلي خیرالله وویل " له کومې ورځې چې په تورخم کې جګړې شوي د مهاجرو افغانانو ستونزې هم زیاتې شوي دي، هروخت پولیسو نیولو، زمونږ پر کورونو باندې یې چاپې اچولې د خپل عزت د ساتلو لپاره خپل وطن ته راغلي یو ".

پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغانانو د زورولو او هغوی سره د ناسم چلند په باب ادعاوي ناسمې بللي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې او س هم په پاکستان کې تر دوو میلیونو پورې افغانان چې ۱،۳ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد لري او پاتې نور یې د اوسیدانې اسناد نه لريپه پاکستان کې دیره دي.

تیره میاشت د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سیدحیسن عالمي بلخي اسلام اباد ته د سفر وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اسلام اباد پریکړه کړې چې هغو افغانانو ته هم د مهاجرت د اوسیدانې کارتونه ورکړي چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG