د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۵۵۰زره ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کیږي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، د شري ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره، ټاکل شوې په افغانستان کې لسګونه زره ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین تطبیق کړي.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ سپټمبر اوومه (وږې ۱۶) ویلي چې ټاکل شوې په دغه کمپاین کې د افغانستان په نهه مرکزي ولایتونو کې ۵۵۰زره ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ د معلوماتو په اساس دغه کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان په همکاري او جاپان حکومت په مالي ملاتړ تر سره کیږي.

یونیسف هیله ښودلې چې د دغه کمپاین په تطبیق سره به د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې د شري ناروغۍ خپرېدو مخه ونیول شي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت هم په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې روان کال ددغه ناروغۍ پېښې دوه برابره شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا د مارچ میاشتې تر پای پوري، په ۲۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵۲۱۵ پېښې ثبت شوي چې له دغه شمېر څخه ۱۸۶ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان هم تر دې مخکې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په خوراځواکۍ اخته ماشومانو درملنه

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ملګرو ملتونو د دغه ماشومانو درملنې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف د خوارځواکۍ د برخې مسؤلې میلاني ګالوین ویلي ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې ۴۶زره او د تیرې میاشتې په جریان کې ۷۰زره په خوراځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

د اغلې ګالوین په وینا، یونیسف په افغانستان کې په خوراځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره هڅې پيل کړي دي.

یونیسف تر دې مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې د په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر ۹۰ سلنه ته زیات شوی دی. یاد بنسټ ویلي و چې په روان کال کې به تر پنځه کلني کښته عمر لرونکي ۱.۱ میلیون ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

XS
SM
MD
LG