د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې یونیسف د سپورټ له لارې د پولیو پیغامونه رسوي


یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره، د سپورټي ټورنمینټونو له لارې، د پولیو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کوي.
یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره، د سپورټي ټورنمینټونو له لارې، د پولیو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کوي.

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړاداره یا یونیسف له بېلابېلو لارو غواړي د پولیو مرګونې ناروغۍ پر ضد اغېزناکه مبارزه وکړي.

تر دامهال دغې ادارې، ډېرې ګټورې لارې د پولیو پرضد مبارزې لپاره غوره کړي، یوه یې هم د سپورټ برخه ده، چې تر دې دمه یې په ښاري او کلیوالو سیمو کې د لوبو سلګونه ټورنمنټونه ترسره کړي دي.

د ننګرهار ولایت د یونسف د ادارې د پولیو برخې ویاند قدرت الله شکیب آشنا راډیو ته وویل، دوی غواړي د لوبو له میدانه کلیوالو او ښاري ځوانانو ته د پولیو مرګونې ناروغۍ د ګواښنو او د واکسین د ګټو په اړه اغېزناک پیغام وړاندې کړي.

هغه دا هم وویل، د لوبډلو په مرسته ښاري او کلیوالو ځوانانو ته یې د پولیو زیانونو او د واکسین د ګټو په اړه ډېرې برنامې ترسره کړي او له دې لارې یې کلیوالو کورنیو ته هم عامه پوهاوی وړاندې کړی.

شکیب زیاته کړه "موږ سږکال الحمد لله ډېر لوی لوی ټورنمنټونه د زون په سطحه په نظر کې نیولي وو، د ورځې په کې زرګونه هیوادوالو ګډون کړی و او کوي، موږ په ولسوالیو کې هم په اچین کې به لعلپوره کې مهمندره کې موږ دکرکټ واړه واړه ټورنمنټونه پر لار اچولي چې ډېر لږ مصارف کېدل خو لوی لوی پیغامونه مو له دې لارې وړاندې کړل، دا ډول دجمناستیک په برخه کې هم مسابقو کې پروګرامونه لرو... دا پروګرام ډېره ښه نتیجه ورکړې. "

د هغهپه وینا، لوبو کې ګډون وال او لیدونکي د دوی پیغامونه ښاري او کلیوالو کورنیو ته رسولي او له دې لارې یې د پولیو پر ضد ښه پوهاوی وړاندې کړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم د یونسف دا نوښت ستایي او د پولیو پر ضد مبارزه او په اړه یې عامه پوهاوي کې ډېر ګټور بولي.

په ننګرهار کې د کتلوي معافیت مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده یې په اړه وایي.

"اکثره ځوانان په سپورټ کې برخه اخلي او همدارنګه زموږ هیواد وال دمیډیا له لارې لارې سپورټ ډېر زیات تعقیبوي او خوښوي یې، نو دا ډېر مؤثر پروګرام دی...دا پروګرام موږ ډېر اغیزمن ارزوو. "

په ننګرهار کې د لوبو ګډونوال هم د یونسف له لوري د پولیو پر ضد دعامه پوهاوي پروګرامونه ستایي، وایي پر دوی یې اثر کړی.

سباوون د جلال آباد ښار اوسېدونکی دی "موږ چې کله لوبو ته ځو نو یونسف والا راځي د پولیو په اړه ورقې راکوي او بیا لاوډسپیکر کې تقریر کوي موږ بیا همدا خبرې کور کې هم کوو، خلک دومره ورته ډېر متوجه وي دا ډېر ګټور کار دی. "

یونسف اداره اوس مهال په جلال آباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې د پولیو پر ضد د کرکټ ټورنمنټونه لري او هره ورځ زرګونه ځوانان له بېلابېلو سیمو په کې ګډون کوي.

دغه ځوانان د پولیو پر ضد د یونسف پیغام لرې پرتو سیمو کې مېشتو کورنیو ته هم رسوي.

XS
SM
MD
LG