د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د هرات د زلزلو ځپلو ۹۶زره ماشومانو د ژوند په اړه اندېښنه لرو


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي د هرات په ولایت کې د وروستیو پرله پسې زلزلو له امله په لسګونو زره ماشومان زیانمن شوي او که مناسب خدمتونه برابر نه شي، سخت ژمی کې یې ژوند ګواښ سره مخ کیدلی شي.

یونسیف ددغو ماشومانو د وضعیت د سمبالولو لپاره د زیات ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې او ویلي دي چې له زرو زیاتو کسانو چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې په زلزلو کې مړه شوي اکثریت یې ښځې او ماشومان و.

یونیسف ویلي چې په دغو زلزلو کې ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي دي او په زیات شمیر کورنیو د څارویو او د کرنې د محصولاتو په ګډون د ژوند د تیرولو امکانات له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵(مرغومې ۲۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرات د زلزلو څخه د درې میاشتو په تیریدو په دغه ولایت باندې د زلزلو اغیزې لا هم دوام لري او ډیرې کورنۍ د سخت ژمي سره سره لا هم په خیمو کې او یا هم په ازاده فضا کې ودیږي چې ددې سربیره سخت ژمي د زلزله ځپلو ژوند د ګواښ سره مخ کړی او د بیارغونې فعالیتونه یې ځنډولي دي.

افغانستان کې د یونیسف د دفتر رئیس فران اکیزا ویلي: "د افغانستان په لویدیځ کې د لزلزلې څخه د سلو ورځو په تیریدو کورنیو خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي، ددغو کلیو فضا د درد او کړاونو څخه ډکه ده. ماشومان لا هڅه کوي چې د زلزلې د زیانونو څخه لیدلو روحې ستونزو او کړاونو سره ځانونه عادت کړي."

فران اکیزا د وینا پراساس په زلزلو کې ښوونځیو او د کلینیکونو ودانیو ته زیان رسیدلی او یا په بشپړ ډول ویجاړې شوي او ماشومان او د هغوی کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د کورونو بهر په ناسمو شرایطو کې ژوند کوي او د خپلو موقتي سرپناو د ګرمولو لپاره امکانات نلري.

اکیزا ویلي:" زرګونه خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري. یونیسف د زلزلې له امله د ۹۶ زرو زیانمن شویو ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو په اړه اندیښنه لرو که مو د هغوی د ژوند د ښه کیدو د اړتیا نه شوه کړای... مونږ په دوامدار ملاتړ باندې حساب کوو چې ډاډه شو ماشومان نه یوازې په ژمي کې ژوندي پاتې کیږي، بلکې په راتلونکو میاشتو او کلنو کې به د ودې لپاره فرصت هم ولري."

یونیسف په دغه اعلامیه کې ویلي چې د ښوونځیو د ویجاړ شویو ودانیو د بیا رغونې چارې به ژر بیرته پیل شي.

یونیسف ویلي: "یونیسف ۱۹ زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو ته دوام ورکوو. د ژوندي پاتې کیدو اود لومړنیو اړتیاو د پوره کیدو لپاره به په روان ژمي کې د کورنیو پنځه زره او ۴۰۰ کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړي".

د ماشومانو د ملاتړ ادارې اندیښنه ښودلې چې د خلکو اړتیاوې خورا زیاتې دي ځکه چې د ژمي سړه هوا د هغوی ستونزې لا زیاتوي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵مه) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر یولسمه ( تلې ۱۹مه) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲مه) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG