د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ۲۰۲۰ افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په کتو ۲۰۲۰ زېږدیږ کال افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و.

د یادې ادارې د عامه اړیکو مسول فریدون ارین امریکا غږ ته وويل چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان د زده کړو نه محروم و چې سږ کال د کرونا ویروس خورېدو وروسته یې کچه ۱۰ میلیونو ته ورسېده.

هغه زیاته کړه چې په یادو ارقامو کې ۶۰ سلنه انجونې شاملې دي.

ارین وايي چې په روان کال کې ۷۸۵ زره ماشومانو واکسینونه نه دی ترلاسه کړي او ۷۸۵ زره ماشومان چې عمر یې له پینځو کلونو را ټیټ دی له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: "د خوارځواکۍ سره د مخامخ شویو ماشومانو لس سلنه یې باید روغتونونو کې بستر شي تر څو ښه پالنه یې وشي."

د یونیسف وړاندوینې پر بنسټ په ۲۰۲۱ کال کې به ۲،۸ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

یاده اداره وايي چې له دې کړاو سره د مبارزې لپاره یې له مرستندویو بنسټونو څخه ۲۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

له دې سربېره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د روانې جګړې تر ټولو ستر قربانیان افغان ماشومان او ښځینه دي.

د یاد کمیسیون د همغږۍ مسول نجیب الله ځدراڼ وايي چې حکومت اړ دی چې د ماشومانو د خوندیتوب د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره ګام پورته کړي.

د ماشومانو په ګټه د بیلابیلو قانونو جوړول او عملي کول، ماشومانو ته د مرستو ډېرول او اړمنو کورنیو سره مرسته کول هغه اقدامونه دي چې ښاغلي ځدراڼ په اند کولی شي د افغان ماشومانو د ښه کېدو لپاره ګټور اوسي.

له بلې خوا د افغانستان د او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د افغان ماشومانو ۴،۲ میلیونه تنه چې په درې کټګوریو کې دي تر ګواښ لاندې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام حیدر جیلانی وايي: "له دې مخکې مو یوازینی ځای د ماشومانو مرستونونه و خو بسنه یې نه کوله. اوس موږ د جګړې نه پاتې ماشومان، هغه ماشومان چې د هېواد له پولو را شړل شوي‌دي، هغه ماشومان چې د سړکونو پر سر کار کوي او هغه ماشومان چې ذهني معلولیت لري هم د پوښښ لاندې نیسو."

د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د نفوس لویه برخه ځوانان دي او د وګړو نیږدې نیمه برخه یې (۴۸سلنه) د ۱۵ کلنو نه د لږ عمر لرونکي ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG