د لاس رسي وړ اتصالات

یونسیف: تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۶۰ افغان ماشومان وژل شوي


ملګرو ملتونو د ټولو خواوو نه غوښتي چې ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته دې لومړیتوب ورکړي.
ملګرو ملتونو د ټولو خواوو نه غوښتي چې ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته دې لومړیتوب ورکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) چې د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شویدي.

یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو موادو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د نومبر په ۴(لړم۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تیره ورځ د کندز په ولایت کې د ناچاودل شویو موادو په چاودنې کې د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول چې څلور یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

د یونیسف په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاودنې کې درې ماشومان ټپي شوي هم دي. دې ادارې ویلي دا ماشومان هغه وخت ووژل شول چې ناچاودل شوی مواد یې چې د جګړې د وخت نه هلته پاتې و، کور ته راوړ او وچاودید.

په اعلامیې کې ویل شوي، " ماشومان په ځانګړي توګه د جګړې د وخت څخه د پاتې ناچاودل شویو موادو د خطر سره مخ دي ځکه هغوي دغه مواد نشي پیژندلی".

ملګرو ملتونو په عاجله توګه د جګړې د وخت نه د پاتې شویو چاودیدونکو موادو د د پاکولو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان ماشومان لا هم ددې موادو قرباني کیږي.

یونسیف زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ ماشومان په جګړو کې وژل شویدي. دا هغه شمیرې دي چې دې سازمان په افغانستان کې ثبت کړیدي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ټولو خواوو نه غوښتي چې د ماشومانو د خوندیتوب کوښښ وکړي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

ملګرو ملتونو همدارنګه په سمدستي توګه د ماشومانو سره د زور زیاتي د بندیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې چارواکي باید د ماشومانو خوندیتوب او مصؤنیت ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG