د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسیف: د هرو ۲۵ نوي زیږدو افغان ماشومانو یو یې مري


یونیسیف وایي، په افغانستان کې د نوي زیږدو ماشومانو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.
یونیسیف وایي، په افغانستان کې د نوي زیږدو ماشومانو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې "یونیسیف" په یوه اعلامیه کې چې په کابل کې د دغې ادارې دفتر نن د سه شنبې په ورځ خپره کړې ویلي، چې افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی، چې په کې د نوي زیږدو ماشومانو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

" یونیسیف" ویلي چې ټولو بېوزلو هېوادونو کې، د نوي زېږدو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده.

د دغه راپور له مخې په فقیرو هیوادونو کې په هرو زرو نوي زیږدو ماشومانو کې په اوسط ډول ۲۷ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي او د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې بیا په هرو زرو نوي زیږیدو ماشومانو کې د مړینې کچه درې تنو ته ر سیږي.

دا راپور وايي، چې د ماشومانو لپاره د خوندي ځایونو پرتله په په فقیرو هیوادونو کې د نوي زیږدو ماشومانو د مړینې کچه پنځوس ځله زیاته ده.

د " یونیسیف" د راپور له مخې پاکستان، افغانستان او مرکزي افریقا جمهوریت کې نوي زېږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخ دي.

د "یونیسیف" د راپور له مخې اوسمهال په افغانستان کې د هرو پنځویشت نوي زیږدو ماشومانو یو یې خپل ژوند د لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې په هرو دوویشت نوي زیږدو ماشومانو کې یو یې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

په سومالیه کې په هرو شپږویشت نوي زیږدو ماشومانو کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو په پرمختللو هیوادونو کې دا اندازه بیا ډیره کمه ده.

په اکثرو اوروپايي هیوادونو کې د۱۰۰۰ او ۶۶۷ترمنځ په نوي زیږدو ماشومانو کې د میرینې کچه یو تن اټکل شوې ده.

جاپان کې بیا په هرو ۱۱۱۱ نوي زیږدو ماشومانو کې یو یې خپل ژوند له لاسه وکوي.

د یونیسیف اجرائیه رئیسې هینریټا اېچ فور په دغه راپور کې ویلي "که څه هم د دغو مړینو زیات شمیر یې د مخنیوي وړ دي، مونږ د نړۍ تر ټولو بېوزله ماشومانو ته د لاس رسۍ په برخه کې له ناکامۍ سره مخ یو".

په راپور کې راغلي دي، چې په نوي زیږدو ماشومانو کې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتې مړینې له وخت څخه دمخه زیږون پرمهال د پیچلتیاوو یا د نمونیا په څیر د ناروغیو له امله پیښږي.

په راپور کې د ماشومانو د ژغورنې په برخه کې د قابلیو رول باندې هم ټینګار شوی او ویل شوي، چې د قابلیو ترڅارنې لاندې زیږون او د زیږون په لومړیوشیبو کې د پاکو اوبو استعمالول او د مور شیدې ور کول هم د نوي زیږدو ماشومانود ژوند په ژغورلو کې مهم ګڼل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لا د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو غونډې ته په وینا کې په دغه هیواد کې د ماشومانو د مړینې د کچې په لوړیدو اندیښنه وښوده او ویې ویل چې افغان حکومت پریکړه کړې، چې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره د خوړو د خوندیتوب اجراېیوي کمیټه جوړه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل " د خوړو د خوندیتوب د ملي اجندا په هکله د میاندو او ماشومانو د مړینې شمیرنو او لوږې ته په پاملرنې، چې له متاسفانه زمونږ د هیواد د شرایطو له امله نه یوازې دا چې وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې سخت شوی هم دی".

اجرائیه رئیس وویل چې حکومت پریکړه کړې چې د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره د خوړو د خوندیتوب اجراېیوي کمیټه جوړه کړي.

په افغانستان کې په تیرو اولس کلونو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي کچه ډیره لوړه شوې، خو په وروستیو کلونو کې د ناامنیو په پراخیدو په ناامنو سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو د فعالیتونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډیر شوي دي.

XS
SM
MD
LG