د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ماشومانو مړینې د لوړې کچې له امله درییم هیواد دی - یونیسف


یونیسف اداره وايي اوس مهال په افغانستان کې په هرو زرو د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومانو له ډلې ۲۵۷ تنه یې د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي
یونیسف اداره وايي اوس مهال په افغانستان کې په هرو زرو د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومانو له ډلې ۲۵۷ تنه یې د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې افغانستان د نړۍپه هغو درییو هیوادونو کې شامل دی، چې د ماشومانو د مړینې کچه په کې د نورو هیوادونو پرتله لا هم ډیره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د شنبې په ورځ ( لړم ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې په زیات شمیر د ماشومانو د مړینې پرلوړې کچې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د انګولا او سیرالیون وروسته دا هیواد د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې له امله په نړۍ کې درییم هیواد دی.

" یونیسف" د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې د پنځه کلنو ښکته عمر په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په لوړه کچه د ماشومانو د مړینې یو لوی دلیل د ټاکلې مودې وړاندې د ماشومانو زیږون ښودلی دی.

نن د نوامبر ۱۷ مه په ټوله نړۍ کې د ټاکلې مودې وړاندې د ماشومانو د زیږون ورځ ده.

سږکال دا ورځ افغانستان کې د یو کمپاین په ترڅ کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د ټیټیدو لپاره د " ډیر ژر زیږون، مناسب مراقبت، په مناسب وخت، په مناسب محل کې" تر شعار لاندې لمانځل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت او د امریکا د انکشاف نړیواله اداره " یو ایس آی ډي" د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې سره په ګډه په افغانستان کې دا کمپاین پرمخ وړي.

" یونیسف" اداره وايي، چې د نوو زیږیدلو ماشومانو څخه لازم مراقبت، د ښځو وړتیاو پیاوړي کول او د زیږون وړاندې مراقبتونه هغه مسایل دي، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې په اړه یې خلکو ته پوهاوی ورکول کیږي.

افغانستان لپاره د " یونیسف" د ادارې د دفتر مشره شیما سن گوپتا وايي، چې په کار دي په افغانستان کې د هر ماشوم لپاره لوړ او ښه روغتیايي مراقبتونه برابر شي.

" یونیسف " اداره وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته ۶۰۰ پایي د نوو زیږیدلو ماشومانو د ساتنې ماشینونه او تجهیزات ورکړي، چې اوس مهال په ۲۰۹ روغتیايي مرکزونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د زیږون پرمهال د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو تنو کې ۶۲.۳ تنه وه، چې سږکال هم په همدې اندازه یې اټکل کیږي.

په افغانستان کې اوږده جګړه او په ډیرو ناامنو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو په کمه کچه لاس رسی هم د ماشومانو او د میندو د مړینې د کچې په زیاتیدو کې د یو لوی لامل په توګه پیژندل کیږي.

XS
SM
MD
LG