د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: هرو درې افغان ماشومانو کې یو یې نه دی واکسین شوی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" نن د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تخمیني ډول تیر کال په دغه هیواد کې له۱۶۰۰۰۰ زره څخه تر ۲۰۰۰۰۰ زره پورې افغان ماشومان چې عمرونه یې له یو کلنۍ څخه ټیټ دي واکسین شوي نه دي.

د دغې اعلامیې پر اساس دغې مسلې نه یوازې د هغو ماشومانو ژوند چې واکسین شوي نه دي له خطر سره مخ کړی، بلکې د هغو شمیر ماشومان ژوند هم ګواښي چې د دوې په شاوخوا کې اوسیږي.

یونیسف په دغه اعلامیه کې ویلي " په افغانستان کې لا هم په دریو ماشومانو کې یو یې له کتلوي معافیت څخه بې برخې دی... د هیواد په ځینو برخو کې د نا امنۍ له امله روغتیایي کارکونکي نه شي کولای چې ماشومانو او د هغوې کورنیو ته بشپړ لاسرسی ولري او روغتیایي مرکزونو ته لاړ شي. په داسې حال کې چې، بې ځایه شوي او په لیرو پرتو سیمو کې میشت وګړي هم د واکسینونو د نه ترلاسه کولو له امله له ډیرو احتمالي ګواښونو سره مخ دي"

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي دي چې،افغان ماشومانو ته باید د واکسین کولو هڅې ګړندۍ شي ترڅو له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان له وژونکو ناروغیو لکه شری، پولیو او د ټټر له ناروغیو څخه وساتل شي.

" یونیسف" د افغان ماشومانو د روغتیایي نه مصونیت په اړه دا څرګندونې د خوندیتوب په نړیواله اونۍ کې، چې د روانې میلادي میاشتې له ۲۴ څخه تر دیرشمې ورځې پورې دوام کوي، څرګندې کړي دي.

د یونیسف پر وینا د ۲۰۱۸ کال د خوندیتوب د اونۍ شعار"په ګډه خوندي کول، واکسین ګټه کوي" ، ټاکل شوی دی.

افغانستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شامل دی، چې لا هم د پولیو ویرس د دغه هیواد د ماشومانو ژوند ته ګواښ راولاړوي.

د روان میلادي کال په تیرو څلورو میاشتو کې، په افغانستان کېد پولیو ۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د یونیسف د شمیرو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې، ۱۲۵۰۰۰۰ د یو کال څخه کم عمره ماشومان د شري، پولیو، تورې ټوخلې، تیتانوس،ټټر، مننجیت او نري رنځ د ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي دي.

په همدې موده کې ۹۰۰۰۰۰ امیدواره میندو او له پنځه کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومانو له زیږون څخه د مخکې پالنې، سینه بغل، اسهال او مننجیت درمل ترلاسه کړي دي.

یونیسف په پام کې لري چې د روان میلادي کال له جولای تر سپټمبر میاشتې پورې، ۱۴ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له لسو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دي، د خوندیتوب سراسري کمپاین تر پوښښ لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG