د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه شمالي کوریا ته: په وسلو نه په ولس مصرف وکړه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې شمالي کوریا پدې غندلې ده چې د هیواد امکانات د دې پر ځای چې پخپل ولس مصرف کړي، د اتومي وسلو د جوړولو په پروګرام یې مصرفوي.

دغې کمیټې په یوې پریکړه لیک کې ویلي دي چې په شمالي کوریا کې د نیمیایي نه زیاتې میرمنې خوراکي موادو او بهتره روغتیایي خدماتو ته سخت ضرورت لري.

دغه پریکړه چې د اروپایي اتحاد او جاپان په ملاتړ جوړ شوی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د بشري حقونو کمیټې منظور کړ او په بله میاشت کې به عمومي اسامبلې ته د رایې ګیرۍ لپاره واندې شي.

ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۱۹۳غړي به هم دغه پریکړه لیک منظور کړي.

په ملګرو ملتونو کې د استونیا د استازي مرستیالې مینا لینا لند چې د اروپایي اتحادیې په استازیتوب یې خبرې کولې، شمالي کوریا یې د بشري حقونو په جدي سرغړاونو تورنه کړله او زیاته یې کړه چې دغه هیواد په سیستوماتیک او پراخه توګه د بشري حقونو سرغړاونې کوي.

میرمن لند وویل چې "شمالي کوریا د خلکو په آزادنه توګه ګرځیدل راګرځیدل محدود کړي، په زندانونو کې یې د بندیانو وضعیت غیرې انساني دی او معلوماتو د خلکو د لاسرسي حق یې هم محدود کړیدی."

خو په ملګرو ملتونو کې بیا د شمالي کوریا استازي جا سونګ نام د رایې ګیرۍ نه مخکې وویل چې "حکومت یې دغه پریکړه لیک په بشپړه توګه ردوي. " د شمالي کوریا استازي وویل چې دغه پریکړه لیک د "سیاسي او نظامي جنجال محصول" دی او زیاته یي کړه چې د "امریکا او نورو دښمنو ځواکونو" دسیسه ده

XS
SM
MD
LG