د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتنو د عمومې غونډې پای؛ د اصلاحاتو او عملي اقداماتو غوښتنه

د نړۍ مشرانو نن دوشنبې (سپتمبر ۲۸) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په وروستۍ ورځ د نړیوال امنیت، اقتصادي ننګونو، عامې روغتیا او د نړیوالو بنسټونو پر اصلاحاتو تمرکز وکړ.

د سږکال غونډه د "باور بیا رغول او بدلون مدیریت؛ داسې ملګري ملتونه چې د ټولو لپاره ګټه ولري" تر شعار لاندې ترسره شوه.

د یوې اونۍ په ترڅ کې د ډیرو وینا کوونکو ټینګار دا و چې اوسنی نړیوال نظام باید د نړۍ له بدلېدونکو واقعیتونو سره سم اصلاح شي. ګڼو مشرانو غوښتنه وکړه چې مخ پر ودې هېوادونو ته دې په نړیوالو پریکړو کې ډېره ونډه ورکړل شي او د ملګرو ملتونو اغېزمنتوب دې پراخ شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د طبیعي افتونو او وباګانو پر وړاندې د چمتووالي، د سمندر د سطحې د لوړېدو او د تبعیض سره د مبارزې په برخه کې هم د لوړې کچې خبرې اترې ترسره شوې. چې موخه یې د نړیوالو ستونزو لپاره د مشترکې حل لارې موندل ښودل شوي دي.

سږ کال د ملګرو ملتونو د ۱۳۹ غړو هېوادونو مشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په عمومي غونډه کې برخه اخیستې وه.

په عمومي غونډه کې له رسمي ویناوو سربېره، نړیوالو مشرانو د سوداګرۍ، امنیت، سیمه ایزو شخړو او اقتصادي همکاریو په اړه دوه اړخیزې خبرې اترې هم ترسره کړې.

د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې له پای ته رسېدو وروسته اوس پام دې ته اوښتی چې غړي هېوادونه به خپلې ژمنې د سولې، پراختیا، اقلیم او نړیوال امنیت په برخو کې څنګه په عملي اقداماتو بدلې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG