د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالی په تړاو د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کی ویلي چې واشنګټن «د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو له پیل او د وروستیو تاوتریخوالو څخه خبر دی او وضعیت له نږدې څاري.»
دا څرګندونې د امریکا غږ د افغان څانګې د پوښتنې په ځواب کې شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه یې د غبرګون غوښتنه کړې وه.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړې د ډېورند کرښې په اوږدو کې زور اخیستی، چیرې چې پاکستان او د افغانستان د طالبانو چارواکي د پولو په اوږدو کې د څو ورځنیو نښتو نه وروسته یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په پرلهپسې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د زغم او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه وزارت په یوه پخواني ځواب کې امریکا غږ ته تایید کړې وه چې پاکستان د افغانستان له پولې سره نږدې د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت–خراسان څانګې پر اډو بریدونه کړي دي.
ددې وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان ولس د ترهګرو ډلو له لاسه ډېر ځورېدلی او ټینګار یې وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان نه د دفاع حق لري.
په عین حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان باید د ترهګرۍ ضد خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه به نه ترسره کېږي.
دغه څرګندونې ښيي چې واشنګټن د افغانستان–پاکستان پولې په اوږدو کې د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې لا هم د ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمهییز ثبات ته پاملرنه کوي. د واشنګټن له نظره، اصلي اندېښنه لا هم د ترهګرۍ ضد موضوع ده.
دا وروسته له هغه ده چې د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زېدي، ویلي چې پاکستاني ځواکونو د فبرورۍ د ۲۶ نېټې د پنجشنبې د شپې په روانو عملیاتو کې ۱۳۳ افغان طالب جنګیالي وژلي او له ۲۰۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړي دي. هغه زیاته کړه چې د کابل، پکتیا او کندهار په ګډون د افغانستان په ولایتونو کې د پاکستاني بریدونو له امله «نور ډېر تلفات» هم اوښتي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه ادعاوې رد کړې دي. هغه د ایکس پر پاڼې لیکلي چې «په وروستیو پاکستاني بریدونو کې هېڅوک نه دي ټپیان شوي.»
د دواړو خواوو ترمنځ د پخوانیو ډېرو نښتو په څېر، په خپلواکه توګه د تلفاتو د شمېرو تاییدول ستونزمن دی. دواړه حکومتونه یو بل تورنوي چې ملکي وګړو ته یې زیان رسولی، خو خپل زیانونه کم ښيي.
افغان چارواکي وايي د طالب جنګیالیو د وروستیو ورځو پرلهپسې هوايي بریدونو ته په ځواب کې یې د پاکستان پر پوځي اډو پراخ بریدونه پیل کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې افغان ځواکونو په څو ساعتونو کې د پاکستان له ۱۵ څخه زیاتې پوستې نیولې او ادعا یې کړې چې لسګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي یا نیول شوي دي.
پاکستان بیا وايي چې طالب ځواکونو په خیبر پښتونخوا ایالت کې په بېلابېلو سیمو کې «بېدلیله ډزې» پیل کړې او پوځ یې «سمدستي او اغېزمن» ځواب ورکوي.
دا کړکېچ له څو میاشتو راهیسې د سرحدي تاوتریخوالي وروسته زیات شوی. د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله، د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پدې بریدونو کې ملکي وګړي ووژل شول.
د طالبانو حکومت وايي لږ تر لږه ۱۸ ملکي کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي او د پاکستان هغه ادعا ردوي چې ګواکې له ۸۰ څخه زیات وسلهوال پکې وژل شوي و.
د اسلاماباد او کابل ترمنځ کړکېچ د تېر اکتوبر له خونړیو نښتو وروسته لا زیات شوی، هغه نښتې چې له ۷۰ څخه ډېر کسان یې د دواړو غاړو څخه ووژل او د پولې د اوږدمهاله تړل کېدو لامل شوې.
د قطر، ترکیې او په وروستیو کې د سعودي عربستان له خوا د منځګړیتوب هڅې هم شوې دي، خو تر اوسه دوامداره هوکړه نه ده رامنځته شوې.
اسلاماباد طالبان تورنوي چې له خپلې خاورې د فعالو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان، مخه نه نیسي. دا هغه ډله ده چې په پاکستان کې یې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي. د طالبانو حکومت بیا دغو ډلو ته د خوندي پناه ځایونو د ورکولو تورونه ردوي.
فورم \ دبحث خونه