د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران درې اټومي تاسیسات لري چې ټول یې "بشپړ له منځه وړل" شوي دي.
ټرمپ د سي بي اېن د خبري شبکې سره د یوې مرکې په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر درېیمه] خپره شوې، ویلي متحده ایالتونه "د لومړیو دریو [تاسیساتو] په هره لویه سیمه کې کمرې" لري او "د کلنګ په غره باندې هم کمرې" شته.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "موږ هر هغه څوک پېژنو چې راننوځي او وځي".
د متحدو ایالتونو ولسمشر په خپلې تازه مرکې کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې واشنګټن به تهران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنکړي.
ټرمپ وویل: "موږ باید ایران د اټومي وسلې له لرلو منع کړو او دا کار مو کړی دی".
تر دې وړاندې، پر یو شمېر ایراني اهدافو بریدونو ته په کتو، ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر دوېیمه] ویلي وو چې امریکايي پوځیان د نورو بریدونو د ترسره کولو لپاره هم چمتو دي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د امریکا په وروستیو بریدونو کې د ایران هغه تاسیسات په نښه شوي چې تهران یې د بیارغولو او فعالولو هڅه کوله.
فورم \ دبحث خونه