د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان کې به د پوهنتونونو حضوري درسونه ډېر ژر پيل شي'


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، ټاکل شوې د دغه هیواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې حضوري درسونه ډېر ژر پيل شي.

د لوړو زده کړو وزارت نن شنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اوس مهال په پوهتونونو کې په حضوري ډول د درسونو د بیرته پيلولو د لارو چارو پر څرنګوالي کار روان دی.

دغه وزارت زیاته کړې: "د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې کله د حضوري درسونو د پیلېدو د نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه وشوه نو په رسمي توګه به اعلان شي."

د تیري اونۍ راپدېخوا چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې تر دا مهاله په زیات شمېر کې دولتي او غیر دولتي ادارې او تحصیلي او تعلیمي بنسټونو خپل فعالیت نه دی پيل کړی.

پر کابل تر ولکې ټینګولو وروسته طالبانو «عمومي عفوه» اعلان کړې او د ښځو په ګډون یې له ټولو دولتي کار کوونکو څخه غوښتي چې خپلو کارونو ته حاضر شي.

بلخوا ویل کیږي چې طالبانو د ځينو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره خپل مسؤلین ټاکلي او یلي یې دي چې تر دې وروسته به د دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د دریمې څپې له امله پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه رخصت شوي و. خو د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه یې بیرته د درسونو پیلولو اعلان وکړ، خو د جګړو له امله محصلین درسونو ته حاضر نشول.

طالبانو ویلي چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو له زده کړو سره ستونزه نلري.

XS
SM
MD
LG