د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وبا؛ په ۱۶ ولایتونو کې د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي تمدید شوه


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له امله په اغېزمنو ۱۶ ولایتونو کې د پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو رخصتي د دوو نورو اونیو لپاره تمدید کړه.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي نن سې شنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې دغه رخصتي به د روانې میاشتې له ۲۰ نېټې وغځیږي.

هغه زیاته کړه: "د روانې میاشتې له ۲۰ مې نېټې ټول دولتي، خصوصي او تعلیمي بنسټونه د دوو نورو اونیو لپاره رخصت شوي دي."

نوموړي زیاته کړې هغه کسان چې نوري ناروغۍ لري هم کولای شي د دوو اونیو لپاره له کور څخه کار وکړي.

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دغه ولایتونو کې د ورزشي کلبونو، حمامونو او لامبو د حوضونو فعالیتونه هم د دوو اونیو لپاره ځنډول شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له پراخېدو سره د روانې غبرګولې میاشتې پر اتمه نېټه له کرونا ویروس څخه په ۱۶ اغېزمنو ولایتونو کې ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره رخصت شول.

روغتیا وزارت د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې خورېدل تائید کړي او له خلکو څخه یې په کلکه غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې ۸۲۳۲۶ تنه په کرونا اخته شوي او ۳۲۵۱ تنه نور کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG