د لاس رسي وړ اتصالات

ناپيژندو وسله‌والو د زابل د دیني عالمانو د شورا رئيس وژلی


د زابل ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئيس د سولې ملاتړی وو او ښايي له همدې امله طالبانو وژلی وي
د زابل ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئيس د سولې ملاتړی وو او ښايي له همدې امله طالبانو وژلی وي

ناپېژنداو وسله‌والو د زابل ولایت د ديني عالمانو د شورا رئیس مولوي عبدالحکيم حکمت وواژه،

د دغه ولایت د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي امريکا غږ اشنا ته وویل، چي د مولوي عبدالحکیم جسد د یکشنبې( اګست ۲۵) په سهار د شاه جوی ولسوالۍ اړوند په بره خان سيمه کې موندل شوی دی.

ارګ دا برید یو ترهګریز عمل بللی دی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

دی مخکې د دغې شورا مرستیال و خو اوس یې سرپرست ټاکل شوی و. مولوي عبدالحکیم حکمت د افغان حکومت ملاتړی و او تل به یې په رسنیو کې د "پاکستان خلاف" څرګندونې کولې.

د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق‌بيان امريکا غږ اشنا ته وويل چي مولوي حکمت له تيرو \لورو ورځو راهيسې لادرکه شوی و.

نوموړي وسله‌وال طالبان د هغه په وژلو تورن کړ. هغه وویل، خو تراوسه د نوموړي د وژل کیدو مسوولیت چا نه دی منلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې په کوم دیني عالم برید کیږي او وژل کیږي، تر دې مخکې هم په بېلا بېلو ولایتونو کې په افغان دیني عالمان بریدونه شوي او وژل شوي دي. چې د یو شمېر مسولیت یې طالبانو منلې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG