د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې ناپیژندو وسله‌والو ۳ مسافر په ډزو وژلي


د غور امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار د هرات – غور پر لویه لاره ناپیژندو وسله‌والو درې مسافر په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د غور د امنیې قومندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، وسله‌والو د غور د مرکز فیروزکوه په "بره خانه" سیمه کې لومړی د مسافرو فلاینګ‌کوچ ډوله موټر ودرولی او وروسته یې ورباندې ډزې کړې دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د پیښې ټول قُربانیان هزاره توکمي دي.

ښاغلی خطیبي زیاتوي، چې یو امنیتي او اطلاعاتي ګډ پلاوی د پیښې د څیړلو لپاره سیمې ته استول شوی دی.

تر اوسه د دغه وسله‌وال برید مسولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی، خو له دې وړاندې د داعش ډلې د ورته پیښو مسولیت، چې په کې شیعه مذهبه هزاره‌ګان په نښه شوي، په غاړه اخیستی دی.

جوزجان کې داعش له یو ماشوم سر غوڅ کړی

د جوزجان پولیس وايي، د داعش ډلې تیره ورځ د دغه ولایت په درزآب ولسوالۍ کې له یو دولس کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړی دی.

د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالحفیظ خاشي وايي، داعش ډلې له دغه ماشوم څخه د پولیسو له یو مامور سره، چې د خور خاوند یې هم دی، د همکارۍ په تور سر غوڅ کړی دی.

هغه زیاتوي "داعشیانو په یوې صحرايي محکمې کې تیره ورځ د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې له دولس کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړ. دغه پیښه د ولسوالۍ په یو کیلو مترۍ کې د کوتل اوستی په کلي کې رامنځ ته شوې ده".

د جوزجان د ولایتي شورا رئیس بابر ایشچي وايي، د دغه ولایت د قوش‌تیپه او درزآب ولسوالیو اوسیدونکي د ترهګرو ډلو له خوا له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل "د داعش او طالبانو ډلې په دغو ولسوالیو کې فعالیت کوي، جنګیالي جذبوي او ښځو ته د جګړې لپاره روزنه ورکوي. په درزآب کې د زیاتو ستونزو له امله خلک تګ راتګ نشي کولی، تیلیفونونه د شپې له خوا کار نه کوي، خلک د داعش او طالبانو له ویرې دولت ته د خپلو ستونزو د رسولو لپاره په آسانۍ خبرې نشي کولی".

ښاغلي ایشچي له دولت څخه وغوښتل چې د دغو ولسوالیو د اوسیدونکو د ستونزو له منځه وړلو ته پاملرنه وکړي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG