د لاس رسي وړ اتصالات

ملا ضعیف: له برید مخکې ناپیژاندو کسانو ګواښلی وم


د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندې برید کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.
د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندې برید کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، تیره شپه شاوخوا اوه بجې د هغه پر کور وسله‌وال برید شوی چې په نتیجه کې یې یو ساتونکی وژل شوی دی.

ملا عبدالسلام ضعیف امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې بل چا ته زیان نه دی رسیدلی.

هغه وویل "د ماسختن د لمانځه وخت وو، کور باندې برید له دوو خواو شوی، خو کور ته دننه شوي نه دي، یو ساتونکی 'شهید' شوی دی، نور تاوان نه دی رسیدلی."

ښاغلي ضعیف زیاته کړه، چې له برید مخکې د ټیلیفون له لارې ځینو ناپیژاندو کسانو ګواښلی وو.

د طالبانو دغه پخواني لوړپوړي چارواکي وویل، چې له چا سره شخصي دښمني او سیاسي مخالفت نه لري او د برید کوونکو د هویت په اړه یې بې‌خبري وښوده.

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د کابل پولیس وايي، چې د برید کوونکو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

د کابل د جنايي تحقیقاتو رئيس فریدون عابدي امریکا غږ ته وویل، پر موټر سایکل سپرو دوو ناپیژاندو وسله‌والو د بګرامیو ولسوالۍ په کمري سیمه کې له لرې واټن څخه د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید کړی.

د ښاغلي عابدي پر وینا، د برید پر مهال عبدالسلام ضعیف په خپل کور کې نه وو.

ښاغلي عابدي وویل، تر اوسه یې د پیښې په تړاو څوک نیولي نه دي او زیاته یې کړه، چې د بریدکوونکو د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې دوام لري.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر وو.

هغه د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته د ګوانتانامو په زندان کې شاوخوا درې کاله بندي‌‌خانه تیره کړه، له خوشې کیدو وروسته افغانستان ته راستون او اوس په کابل کې ژوند کوي.

ښاغلي ضعیف، د 'ګوانتانامو انځور' په نوم یو کتاب کې له دغه زندان څخه خپلې خاطرې هم په پښتو ژبه لیکلې دي.

XS
SM
MD
LG