د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژندو وسله والو په کندهار کې قومي مشر وژلی


امنیتي چارواکي وایي چې زیات شمیر ټولینز ،سیاسي، قومي او مذهبي مشران په کندهار کې په همدغسې غلچکو بریدونو کې وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وایي چې زیات شمیر ټولینز ،سیاسي، قومي او مذهبي مشران په کندهار کې په همدغسې غلچکو بریدونو کې وژل شوي دي

په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي چې ناپیژندو وسله والو تیرورځ په دغه ولایت کې په یوجومات کې یو قومي مشرچې په هندوستان کې د افغانستان د سفیر ورور وو په ډزو وژلی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني وایي چې ناپیژاندو وسله والو د کندهار د ښار په دریمه امنیتي حوزه کې په سردار محمد خان باندې هغه وخت ډزې وکړې چې هغه په جومات کې لمونځ کوه.

ښاغلی دراني وایي چې پولیسو د سردار محمد خان د قاتلینو لټون پیل کړی دی.

سردارمحمد خان په هندوستان کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي مشر ورور وو.

تر دې مخکې د ښاغلي ابدالي یو بل مشر ورور هم په یوه ورته غلچکي برید کې د ناپیزاندو وسله والو له خوا وژل شوی وو.

په کندهار کې پوليس وايي د سردارمحمد خان د قاتلینو پسې لاهم لټون روان دی خو تراوسه په تړاو يې څوک ندي نیول شوي.

سردار محمد خان د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پوپلزیو قوم یو ولسي مشر په توګه پیژندل کیده چې د خپل قوم په منځ کې د ډیر نفوذ څخه برخمن وو .

هغه په اوس وخت کې د کندهار ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو په سیمه کې ژوند کوه.

په کندهار کې امنیتي څیرونکي، غلچکي بریدونه په دغه ولایت کې له امنیتي پلوه تر ټولو جدي ستونزه ګڼي او وایي چي د دغسې بریدونو په ترځ کې ګڼ شمېر ولسي مشرانو، دولتي کار کونکو، دیني او مذهبي مشرانو او ټولنیزو شخصیتونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG