د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو دایکندي کې یو کلینیک سوځولی ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د دایکندي روغتیايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.

د دغه ولایت د روغتیا رئیس اسحاق علي درمان نن سې شنبه د «سلواغې پر لومړۍ نېټه» امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو دغه روغتیايي مرکز د دغه ولسوالۍ په «سلمنجي» سیمه کې سوځولی دی.

هغه وویل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه: "تېره شپه د وسله والو طالبانو اړوند کسانو پر دغه روغتیايي مرکز برید کړی دی او هغه یې سوځولی دی."

مسؤلین وايي چې په دغه پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو وسایل یې سوځول شوي دي.

د دایکندي د روغتیا رئیس علي درمان وویل چې دغه روغتیايي مرکز له ۱۵۰۰ څخه تر ۳زره تنو پوري، د واکسین، قابله ګۍ د ماشومانو روغتیا او نورو برخو کې فعالیت کاوه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې وه او د روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه له طالبانو سره توافق هم شوی و.

د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري هم ویلي چې د طالبانو اړوند کسانو لومړی د دغه روغتون درمل سوځولي او وروسته یې په ماین چاودنه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره طالبانو د کجران ولسوالۍ په په مناره، سید اباد او سلمنجي سیمو کې فعالیت کوي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG