د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د ستونزو حل دپاره دې طالبانو سره د اړیکو 'منطقي او عملي' تګلاره غوره شي


چین د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړي او د ستونزو د هواري دپاره له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو "منطقي او عملي" تګلاره غوره کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون دوشنبې ۲۹ اګست (وږي پنځمه) د افغانستان په اړه غونډه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې وروستیو طبیعي ناورینونو په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران نور هم پراخ کړی دی.

د چین دایمي استازي ژنګ جون د روسیې په نوښت د امنیت د شورا جوړې شوې غونډې ته وویل هیوادونو ته پکار ده چې په افغانستان باندې د بندیزونو د لګولو پرځای په دغه هیواد کې د بشري بحران په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي.

هغه وویل پر افغانستان باندې د انکشافي مرستو بندېدو د افغانانو مشکل زیات کړی دی او پر نړیوالې ټولنې یې تور ولګاوه چې د افغانانو د شتمنیو په کنګل کولو او له هغه هېواد سره د همکاریو په بندولو، "له مسئولیت څخه ځان باسي" او "پخوانۍ تېروتنې تکراروي".

په ملګرو ملتونو کې د چین دې استازي وویل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان ډیر خلک له روان بشري بحران څخه اغیزمن شویدي.

هغه وویل: "که چیرې دوی د خوړو لپاره څه ونه لري، نو ژوندي پاتې کېدل به مشکل وي، دوی څنګه کولی شي چې نجونې ښوونځیو ته ولېږي په سیاست کې د ګډون موضوع خو لا بیخي پرځای پریږدی".

د چین استازي ځینې هېوادونه په "دوه مخي سیاست" او "منافقت" تورن کړل چې د هغه په خبره، له یوې خوا د افغان نجونو او ښځو د حقونو په هکله اندېښنه ښيي او له بلې خوا یې له افغانستان سره بشري او انکشافي مرستې ډیرې زیاتې کمې کړي دي.

هغه وویل، په افغانستان کې د امریکا له خوا د تروریزم پر ضد جنګ، تروریزم ختم نه کړ او افغانستان ته یې سوله او ثبات رانه ووست. هغه زیاته کړه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو ته د دې چانس پیدا شوی چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان له موجود حکومت سره "منطقي او عملي" تماسونه زیات او قوي کړي.

خو امریکا او نور لویدیځ متحدین یې وايي تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پیژني چې د ښځو او لږه کیو د استازو په ګډون یو ټول شموله حکومت جوړ نه کړي.

د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارکس پوتزل ویلي چې د طالبانو کړنو چې د هغوی د رهبرۍ د فرمانونو او پرېکړو پر اساس، چې د "اسلام او افغاني دودونو" سره په مطابقت کې اعلان شوي، بنسټیز بشري حقونه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د کار او زده کړو حق لا محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مسئول مارتین ګریفټس د دوشنبې د ورځې د امنیت د شورا غونډې ته وویل، ۶ میلیونه افغانان دم ګړی د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

ګریفټس ویلي چې وروستیو طبیعي نورینونو، زلزلې او سیلابونو، د افغانستان اقتصادي حالت نور هم ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG