د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کاري ډلې په افغناستان کې د طالبانو حکومت د څلورو مشرانو په اړه خپل جزییات نوي کړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د خپلو بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د حکومت د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا، ملا محمد حسن اخند، د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کانونو وزیر د طالبانو د حکومت هغه څلور جګپوړي چارواکي دي چې د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې یې په اړه د بندیزونو په نوملړ کې تازه معلومات لیکلي دي.
د روان کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال د ۱۸۹۹ ګڼه پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو حکومت د هغو ۲۲ غړو نوملړ خپور کړ چې په بندیزونو کې شامل دي. امنیت شورا اوس د ملا حسن، ملا برادر، متقي او بدري د شخصی او رسمي سوابقو جزئیات په نوملړ کې ورزیات کړي دي.
د شورا د بندیزونو په ۲۲ کسیز نوملړ کې د نورو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر، عبدالکبیر او د استخباراتو د عمومي رئیس عبدالحق وثیق نومونه هم لیکل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۸۸ ګڼه پرېکړه لیک کې د طالبانو د ځېنو مشرانو په سفر بندیز، د هغوي د شتمنیو کنګلول، او طالبانو پورې د اړوندو ډلو په وړاندې د وسلو بندیزونه شامل دي.
پدغه لېست کې شامل کسان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته هېوادونو ته سفر نه شي کولای.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د نوملړ له اعلانېدا وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه چاره غېرګټوره بللې. ده ویلي چې د ملګرو ملتونو دغه اقدام د خلکو د حقونو نه سرغړونه ده او باید لغوه شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د پراخ بنسټه حکومت نشتون، د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو دوام د طالبانو د حکومتي چارواکو پر وړاندې د شورا د بندیزونو لوي لاملونه بولي.
څه موده مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو مسئول امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.
ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه د بشریت ضد جنایت بولي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي.
فورم \ دبحث خونه