د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ د ماموریت د غځولو په اړه د رایې ورکونې پرېکړه له هغو خبرو اترو وروسته ترسره کړه چې د طالبانو د ادارې د تعریف او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي رول په اړه یې د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافات څرګند کړل.
دیپلوماتان وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یا یوناما (UNAMA)، د کاري مودې د تمدید په اړه د پرېکړهلیک مسوده د رایې ورکولو تر مخه له مهمو بدلونونو سره مخ شوه.
د امنیت شورا د چارو د څارونکو د راپورونو له مخې، مذاکره کوونکو له مسودې څخه د طالبانو لپاره د "de facto authorities" اصطلاح لرې کړه او پر ځای یې د "اړوندو چارواکو" عبارت کارولی دی.
چین او روسیې د پخوانۍ اصطلاح د ساتلو ملاتړ کاوه. دوی استدلال کاوه چې دغه اصطلاح په افغانستان کې موجود سیاسي وضعیت منعکسوي ځکه طالبان د هېواد پر دولتي ادارو او قلمرو بشپړ کنټرول لري.
راپورونه وایي چې امریکا، بریتانیا او فرانسې استدلال کاوه چې د پخوانۍ اصطلاح ښایي د طالبانو حکومت ته د نسبي مشروعیت ورکولو په معنا تعبیر شي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ترلاسه کړ، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد دوي په رسمیت نه دي پېژندلي.
لوېدیځو هېوادونو هڅه کوله چې په مسوده کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې بهیر ته اشاره وساتل شي، ځکه دا بهیر له افغانستان سره د نړیوال تعامل اصلي چوکاټ ګڼل کېږي.
روسیې بیا د سیمهییزو ډیپلوماتیکو نوښتونو او میکانیزمونو پر پیاوړتیا ټینګار کاوه. مذاکره کوونکو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د تعامل پر څرنګوالي هم اختلاف درلود.
د اجماع د رامنځته کولو په موخه، ځینې جنجالي او اختلافپارونکي عبارتونه په پای کې له مسودې لرې کړل شول.
فورم \ دبحث خونه