د لاس رسي وړ اتصالات

د سري لانکا د کرکټ میدان کارکوونکو ته ۵۰زره ډالر جایزه اعلان شوه 


د اسیا د کرکټ شورا نن یکشنبه سپتمبر ۱۷ (وږې۲۶) د سري لانکا د کولمبو او کېنډي کرکټ میدانونو پالونکو او کارکوونکو ته د ۵۰ ډالرو جایزه اعلان کړه.

د میدان دغه کارکوونکیو د اسیا کپ سیالیو په مهال د باران له کبله په وخت سره او په ښه شکل میدان او پچ پټوه او بیا یې په وچولو کې هم په وخت سره اقدام کاوه، چې لوبې وشي.

د اسیا کپ سیالیو په مهال په سري لانکا کې ډېر بارانونه وشول او د میدان کارکوونکي یې خورا بوخت ساتلي وو. په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغو کارکوونکو کارونه ستایل شوي وو او یو ځل د هند کپتان روهیت شرما هم په رسمي‌ډول د دوی د کار ستاینه وکړه.

د اسیا د کرکټ شورا مشر جای شاه، چې د هند کرکټ بورډ مشر هم دی، په خپل اکس [ټویټر] کې د دغو کارکوونکو د ستایلو تر څنګ لیکلي دي چې د اسیا کرکټ شورا او د سري‌لانکا کرکټ بورډ «ویاړي چې د میدان ژمنو پالونکو او کارکوونکو ته د ۵۰زره ډالرو جایزه اعلانوي».

نوموړي لیکلي دي چې دا جایزه به د سري لانکا د کولمبو او کېنېډي د کرکټ میدانو په کارکوونکو باندې ووېشل شي. دوی ټول شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکي دي.

دغو کارکوونکو ته دا جایزه د اسیا کپ سیالیو له پایلوبې وروسته اعلان شوه،‌ چې هند په کې سري لانکا ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغې لوبې کې د هند تېز توپ اچوونکي محمد سراج د سري لانکا شپږ لوبغاړي وسوځول. هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه، چې ۵۰۰۰ ډالره وه، ترلاسه کړه او دا جایزه یې هم د میدان کارکوونکو ته ډالۍ کړه.

د اسیا کپ کرکټ سیالۍ، شاوخوا دوې اونۍ مخکې د پاکستان او سري لانکا په کوربتوب پیل شوې چې نن د هند په اتلولۍ پای ته ورسېدې. افغانستان، بنګله دېش‌، نیپال او پاکستان هم په دغو سیالیو کې ولوبېدل. د اسیا کپ سیالۍ هر کال یو ځل کېږي. هند په اتم ځل د دغو سیالیو اتلولي وګټله او سري لانکا تېرکال دا اتلولي ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG