د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو پوهنتون ۱۱ محصلین د کروناویروس د مقراراتو نه مراعت کولو په خاطر شړلي


د نارت ایسټرن پوهنتون د محصلینو فیسونه هم بیرته ندي ورکړي.
د نارت ایسټرن پوهنتون د محصلینو فیسونه هم بیرته ندي ورکړي.

د امریکا د باسټن په ایالت کې د نارت ایسټرن پوهنتون ۱۱ محصلین پدې خاطر د پوهنتون نه ایستلي چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د پوهنتون د خوندیتوب د مقراراتو نه یې سرغړاونې کړي.

د پوهنتون مسؤلینو ویلي دغه محصلین یې په یوې کوټې کې نیولي چې ماسکونه یې نه وو تړلي او ټولنیز واټن یې هم نه و مراعت کړي. پدې کوټې کې یوازې دوه کسانو د کښیناستو حق درلود.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پوهنتون ددې محصلینو فیسونه هم بیرته ندي ورکړي چې تقریباً ۳۵ زره امریکایي ډالر کیږي.

دا محصلین پداسې حال کې د پوهنتون نه ایستل کیږي چې د واشنګټن پوهنتون څیړنیز مرکز په تازه راپور کې ویلي چې ښایي د بل کال د جنوري میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ۴۱۰ زره کسان په امریکا کې د کویډ نولس د ناروغۍ له کبله مړه شي.

په امریکا کې د شنبې تر ورځې ، سپټمبر ۵ (وږي ۱۵) پورې ۱۸۸۵۰۰ کسان د کرونا ویروس مړه کړي او ۶۲۰۰۰۰۰ کسان پرې اخته شويدي.

د امریکا د دې څیړنیز مرکز د معلوماتو پر اساس ښایي په راتلونکو څه باندې دریو میاشتو کې ۲۲۲ زره کسان په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله مړه شي.

دغه مرکز همدارنګه خبرداری ورکړی که د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره چې کوم مقررات وضع شوي، لیرې یا کم شي ښایي د دې نه زیات شمیر کسان د دې ویروس له کبله مړه شي خو زیاتوي چې خلک په ټولو ځایونو کې ماسکونه وتړي او روغتیایي لار ښوونې مراعت کړي، ښایي د ۲۲۲ زرو د جملې نه نیمایي کسان د کرونا د ویروس له کبله مړه شي.

XS
SM
MD
LG