د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر شپږ میلیون واوښت 


د کروناویروس تر بل هر هېواد ډېر خلک په امریکا کې مړه کړي
د کروناویروس تر بل هر هېواد ډېر خلک په امریکا کې مړه کړي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له شپږ میلیون اوښتی دی.

چارواکي‌ وايي چې تر دې دمه د کروناویروس له کبله په امریکا کې شاوخوا ۱۸۳زره کسان مړه شوي هم دي. د کروناویروس تر بل هر هېواد ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا په څلورو ایالتونو ایوا، شمالي داکوتا، جنوبي داکوتا او مېنېسوتا کې د کروناویروس ورځنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

په مېنېسوتا کې په یوه ورځ ۱۰۰۰ کسان په دغه ویروس ککړ شوي دي. په ایوا کې ۷۸۷، په جنوبي داکوتا کې ۴۲۵ او په شمالي داکوتا کې بیا په یو ورځ کې ۳۷۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په مونتانا او ایداهو کې هم چارواکي وايي چې په روغتونونو کې د کروناویروس له کبله د رنځورانو شمېر زیات شوی دی.

چاروکي وايي د کرونا د پېښو د زیاتوالي علتونه لویې غونډې او پروګرامونه دي. په ایوا کې پوهنتونونه او ښوونځي بیا پرانیستل شوي او په جنوبي داکوتا کې بیا ډېر خلک د موټرسایکل ځغلولو یوې سیالۍ ته راټول شوي وو.

څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې د دغه کال تر پای پورې به د کروناویروس واکسین تولید کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا په لویې وچې کې له متحدو ایالتونو وروسته برازیل، پېرو او چیلي کې هم ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په نورې نړۍ کې بیا په هند کې ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.‌ هلته د چارواکو په خبره تر دې دمه ۳.۶ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي‌او څه باندې ۶۴زره نور مړه شوي‌دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې پرې څه باندې ۲۵میلیون خلک اخته دي او څه باندې ۸۴۶زره نور انسانان یې مړه کړي.

XS
SM
MD
LG