د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) اجرائیه مشرې سیما باهوس د د امنیت شورا په یوې غونډه کې ویلي چې ښځې د سولې تر ټولو لوی او باوري ځواک دي، خو لا هم د پرېکړو له بهیر څخه بهر ساتل کېږي.
هغې وویل چې څېړنو په وار وار ثابته کړې چې جنسیتي برابرۍ او د ښځو پیاوړتیا د سولې د ټینګښت لپاره له اغېزمنو لارو څخه ده.
سیما باهوس زیاته کړه، کله چې ښځې خوندي وي، ټولنې هم سوله ییزې وي؛ او کله چې ښځې له عامه ژوند او کار څخه ایستل کېږي، د شخړو او بې ثباتۍ خطر زیاتېږي.
هغې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې یاد کړ چې ښځې او نجونې پکې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، خو ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره لا هم له څه باندې ۲۰۰ ښځینه سازمانونو، د بشري حقونو له فعالانو، خبریالانو او ټولنیزو مشرانو سره کار کوي.
د نوموړې په وینا، افغانې ښځې له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې کوي او اړمنو ښځو او نجونو ته رواني او بشري مرستې رسوي.
سیما باهوس ټینګار وکړ چې د سولې هره هڅه چې د ښځو له ګډون پرته ترسره کېږي، کمزورې او ناپایدارې وي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو خپلواکو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۸مه یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مېړه او مېرمنې د بېلتون په اړه نوی فرمان به د ماشومانو ودونه لا مشروع کړي او ښځې او نجونې به له زور زیاتي ډکو اړیکو څخه د وتلو له حقه بې برخې کړي.
کارپوهانو ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې صادر شوی د "د زوجینو د بېلتون" فرمان ښځې او نجونې د ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي له خطر سره مخ کوي او ښایي د شیعه ګانو او نورو مذهبي لږکیو پر حقونو هم اغېز وکړي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، داسې ښکاري چې دا فرمان د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي، په داسې حال کې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې په یوه فرمان کې د واده لپاره د "بالغې ښځې" رضایت شرط بللی و.
کارپوهانو ویلي چې نوی فرمان د سرپرستانو د واک د ناوړه استفادې زمینه پراخوي او نجونې د کورني تاوتریخوالي د راپور ورکولو او پر وړاندې یې د اقدام له توان څخه بې برخې کوي. د فرمان ځینې مادې ماشوم ته اجازه ورکوي چې د بلوغت له عمر وروسته د بېلتون غوښتنه وکړي، خو د کارپوهانو په باور دا د ماشومانو د ودونو د مخنیوي پر ځای د هغو منل دي.
دوی زیاته کړې چې دا وضعیت نجونې د کلونو لپاره د فزیکي، رواني، جنسي او اقتصادي زیانونو سره مخامخ پرېږدي.
کارپوهانو همدارنګه ویلي چې د فرمان له مخې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې د خپلو مېړونو یا د هغوی د کورنیو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ دي، د مرستې غوښتل او د بېلتون ترلاسه کول خورا ستونزمن، او حتی ناممکن شوي دي.
په فرمان کې د بېلتون لپاره ځینې شرطونه لکه "نه جوړېدل"، "ورک کېدل"، "سرغړونه" او مذهبي دلایل یاد شوي، خو د دغو اصطلاحاتو قانوني تعریف نه دی وړاندې شوی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي که څه هم دا فرمان په ظاهره د ښځو د ساتنې لپاره د یو شان ملي لارښوونو د رامنځته کولو هڅه ښکاري، خو په عمل کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له تبعیضه ډک دی او د نړیوال بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی.
دوی یادونه کړې چې افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د شکنجې ضد نړیوالو تړونونو ته ژمن دی.
کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ، زده کړو او کار سخت محدودیتونه لګېدلي دي او له همدې امله د فرمان له مخې ورکړل شوي حقونه عملي کول ورته نږدې ناممکن دي.
دوی خبرداری ورکړی چې د کورني تاوتریخوالي ثابتول خورا ستونزمن دي، ځکه د منځګړیتوب او شاهدانو شرطونه د هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي ډکو ودونو کې ژوند کوي، د غچ اخیستنې وېره لا زیاتوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب، برابرۍ او انساني کرامت د ساتنې لپاره د فرمان تبعیضي مادې بېرته لغوه کړي.
فورم \ دبحث خونه