د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په ښارونو کې جګړې زور اخیستی


د غزې په جنوب کې د مصر پولې ته څېرمه پر رفح ښار هم هوايي بریدونه شوي او د لږترلږه ۳۷ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د غزې په جنوب کې د مصر پولې ته څېرمه پر رفح ښار هم هوايي بریدونه شوي او د لږترلږه ۳۷ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

په غزه کې د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د لویو ښارونو دننه او شاوخوا کې درنې جګړې په داسې حال کې دوام درلود چې د اسرئیل او حماس ترمنځ شخړه درېمې میاشتې ته داخله شوه.

په غزه کې د اسرائیل د بمباریو په نتیجه کې د تړانګې ډیرې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې او د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د مړو شمیر له ۱۶۲۰۰ څخه اوښتی دی.

اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر په اوومه په غزه کې بمباري او ځمکني عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس وسله والو په اسرائیل کې په یو ناڅاپي برید کې، د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې په لسګونو یرغمل خوشې شول. اسرائیل وايي، د حماس په ولکه کې د پاتې ۱۳۸ یرغمل کسانو لټون کوي.

اسرائیلي سرتیري د هوايي ځواک، ټانکونو او زغره والو بلدوزرونو په مرسته د غزې په جنوب کې تر ټولو لوی ښار خان یونس، همدارنګه په شمال کې د غزې ښار ته څېرمه د جبالیه په سیمه کې د حماس پر ضد جګړه کوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، پوځیانو د غزې په خان یونس کې د حماس د مشر یحیی سنور کور کلابند کړی او ژمنه یې کړې چې که څه هم هغه تښتېدلی شي، "دا یوازې په وخت پورې اړه لري چې موږ یې پیدا کړو."

د غزې په جنوب کې د مصر پولې ته څېرمه پر رفح ښار هم هوايي بریدونه شوي چې د ۱.۹ میلیونو داخلي بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره په یو پراخ کمپ بدل شوی دی.

په رفح کې له بمباریو څخه د تېښنې په حال کې یو فلسطیني خامس الدولو فرانس پرس ته وویل: "بمباري، ویجاړۍ، او خبرپانې خپرې شوي، ګواښونه او ټیلیفونونه شوي چې له خان یونس څخه ووځئ... د خدای دپاره، تاسې غواړئ چې موږ چیرته لاړ شو؟"

الدولو لومړی د غزې له ښار او بیا له خان یونس څخه رفح ته بې ځایه شوی دی، چیرته چې هغه له خپلې کورنۍ سره د ژمې په درشل کې په یوه خیمه کې ځای پرځای شوی دی.

فرانس پرس راپور ورکړی چې اته نور هوایي بریدونه تیره شپه په رفح کې شوي، چې د حماس د روغتیا د وزارت په خبره، لږترلږه ۳۷ کسان پکې وژل شوي او ډیری نور ټپیان شوي دي.

ددغه خبر په اساس، په خاورو خځلو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو او جسدونو لټون روان دی.

په جګړه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی او په غزه کې د اوبو، خوړو او اړینو توکو سخت کمښت د نړیوالې اندیښنې لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش روان وضعیت خوشینوونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې "په غزه کې د نا هیلې کوونکو شرایطو له امله ښايي ډیر ژر عامه نظم په بشپړ ډول مات شي... او په ټولیز ډول د فلسطینیانو لپاره احتمالي نه بدلیدونکي اغیزې ولري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG