د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرائیلي کښتۍ برید؛ ایران وايي بهرني ګواښ ته به سمدستي ځواب ووايي


وروسته له هغې چې متحده ایالاتو، اسرائیل او بریتانیا ایران په اسرائیلي کښتۍ باندې په برید تورن کړ، تهران وویل چې ددې هیواد د امنیت په ضد هر ډول بهرنۍ کواښ ته به سمدستي ځواب ورکړي.

تهران همداشان د "مرسر ستریټ" په نامه د تیلو په کښتۍ باندې په برید کې لاس درلودل رد کړل چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عمان په سواحلو کې ډرون الوتکې په نښه کړه او په کې د کښتۍ دوه تنه عمله –یو بریتانوی او یو رومانیایی– ووژل شول.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، نن د اګست په دوهمه (زمري ۱۱) وویل چې ایران باید په اسرائیلي کښتۍ باندې ددې "نه منونکي او ظالمانه" برید د عواقبو سره مخامخ شي.

متحده ایالاتو او بریتانیا پرون وویل چې د خپلو متحدینو سره کار کوي چې دغه برید ته ځواب ورکړل شي.

ددې برید په ارتباط نن د اګست په دوهمه (زمري ۱۱) بریتانیا خپل سفیر له ایران څخه وروغوښت. په ځواب کې یې ایران د بریتانیا شارژدافیر احضار کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، وویل چې تهران د خپل امنیت او ملي ګټو د ساتلو لپاره هر ډول "احتمالي ماجراجويی ته به سمدستي او په بوره قوت او جدیت ځواب ووایي".

هغه زیاته کړه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر تورونه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم هغه تکرار کړي، "متناقض مطالب لري، واهي او لمڅونکي تورونه دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د یکشنبې په ورځ اګست دوهمه د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د ترلاسه شویو اطلاعاتو له ارزونې وروسته ډاډمن یو چې دغه برید ایران کړی دی."

د بریتاینا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب، هم د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "باور لرک چې دغه برید عمدي، حساب شوی او د نړیوالو قوانینو څرګند تیری د ایران له لورې و."

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنیت، تهران پدې برید تورن کړی او د ایران انکار یې یو "ډارن" عمل ګڼلی دی.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران څخه به غچ واخلي.

ددې برید مسولیت تر اوسه چا ندی منلی، خو ایران او د هغه متحدو ملیشه ډلو پخوا د ډرون بې پیلوټّ الوتکو څخه په استفادې دا ډول بریدونه ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG