د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستاني پوځیانو د روزلو پروگرام بند کړی دی


د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت د متحده ایالاتو په پوځي بنسټونو کې د پاکستاني پوځیانو د زده کړو پروگرام درولی دی.

د رویترز اژانس په یو ځانگړي رپوټ کې د امریکایي مقاماتو له خولې ویلي دي چې د امریکا د حکومت دغه اقدام پاکستان ته ددې هیواد د پوځي او امنیتي مرستو د ځنډولو یوه برخه ده.

تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت او د پاکستان پوځ ددې رپوټ په هکله نظر ندی څرگند کړی.

یو امریکایي مقام ویلي دي چې پاکستان سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي زده کړو له نړیوال پروگرام نه ایستل شوی دی.

ټاکل شوی وه چې سږکال د پاکستان د پوځ ٦٦ منصبداران د نظامي زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته راشي.

دغه امریکایي مقام د نوم د نه څرگندولو په شرط زیاته کړه چې ښایي د معتبرو پوځي زده کړو په دغه پروگرام کې د پاکستاني منصبدارانو سهمیه بل کوم هیواد ته ورکړل شي.

پاکستاني مقاماتو خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو دغه اقدام ښایي ددې سبب شي چې د پاکستان پوځ د پوځي مشرتابه د زده کړو لپاره روسیې او چین ته مخه کړي.

د پاکستان د پوځ زیات شمیر پخواني او برحالو منصبدارانو په پوځي برخو کې په متحده ایالاتو کې زده کړې دي.

د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی اس آی اوسنی رئیس جنرال نوید مختار، د امریکا د پوځي پوهنتون د فارغانو له جملې څخه دی.

دغه پوهنتون چې د پوځي رهبرۍ او ستراتیژیکو مطالعاتو په برخه کې پوځي افسران روزي هر کال د پاکستان د پوځ دوه منصبداران د زده کړو لپاره مني، خو ددغه پوهنتون ویاند ویلي دي چې په راتلونکي تحصیلي کال کې به پاکستاني منصبداران پدې پوهنتون کې زده کړې ونه کړي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پاکستان د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د جنگ په پوهنتون کې د پوځي زده کړو له پروگرامونو او همداشان د سایبري امنیت د مطالعاتو په څیر د معتبرو پوځي زده کړو له پروگرامونو نه هم حذف شوی دی

د ترهگرو په وړاندې د پاکستان د جدي اقداماتو د نه کولو او همداشان د طالبانو او حقاني شبکې نه د ملاتړ په خاطر واشنگټن سږکال دغه هیواد ته خپلې پوځي مرستې درولي دي.

XS
SM
MD
LG