د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا جنوبي افریقا روسیې ته د وسلو په ورکولو تورنه کړه 


د روسیې یوې بېړۍ د جنوبي افریقا د کیپ ټاون په یو بندر کې لنګو اچولی
د روسیې یوې بېړۍ د جنوبي افریقا د کیپ ټاون په یو بندر کې لنګو اچولی

په جنوبي افریقا کې محلي رسنۍ وايي چې په دغه هېواد کې د امریکا سفیر روبن بریګیتي نن پنجنشبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) جنوبي افریقا تورنه کړه چې په پټه روسیې ته وسلې انتقالوي.

جنوبي افریقا د اوکراین په جګړې کې ځان بېطرف ګڼي.

سفیر روبن بریګیتي سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې متحده ایالتونه «ډاډه» دي چې د ډسمبر په میاشت کې د روسیې هغه کښتۍ له وسلو او مهماتو ډکه کړل شوې ده چې د کیپ ټاون په سمندري مرکز کې یې لنګر اچولی و.

په سیمه ایزو رسنیو کې د سفیر بریګیټي له خولې ویل شوي دي: «د روسانو مسلح کول ډېر جدي دي او موږ یې حل شوې مسئله نه کڼو، موږ له [جنوبي افریقا څخه] غواړو چې د خپل ناپیلتوب تګلاره عملي کړي.»

فرانس پرس خبري اژانس وايي چې په جنوبي افریقا کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت ورته په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو یوې سرچینې، چې د سفیر په مجلس کې یې ګډون کړی و، دا خبر تائید کړی دی.

جنوبي افریقا د روان کال په لومړیو کې له روسیې او چین سره ګډ پوځي تمرینونه وکړل. تېره میاشت په نیمه شپه کې، د روسیې د کارګو یوه الوتکه، چې لویدیځ پرې بندیز لګولی، د جنوبي افریقا د هوايي ځواکونو مرکز کې ښکته شوه. د دفاع وزارت چارواکو وویل چې الوتکې دپلوماتیک لیکونه [میلونه] انتقال کړل.

د امریکا سفیر دغې قضیې ته په اشارې وویل چې چې د تېرکال د ډسمبر د شپږمې او اتمې نېټو ترمنځ د روسیې د کارګو یوه بېړۍ، چې بندیز پرې لګول شوې، د سایمنز ټاون په سمندري مرکز کې لنګر اچوي او له وسلو او مهماتو ډکېږي او بېرته روسیې ته انتقالېږي.

د جنوبي افریقا د جمهوري ریاست ویاند ویسنت ماګوینیا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي د سفیر بریګیتي څرګندونې «مایوس کوونکې» دي او د متحدو ایالتونو او جنوبي افریقا ترمنځ «د همکارۍ او مشارکت روحیه» کمزورې کوي.

په دغې اعلامیې کې ویل شوي دی: «سر له دې چې د دغو ادعاو د ثبوت لپاره شواهد نه دي ښودل شوي، جنوبي افریقا د یو متقاعد قاضي له لوري په دې اړه مستقل تحقیقات پیل کړي دي.»

جنوبي افریقا په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کړې ده، د دغه یرغل له کبله مسکو په نړیواله کچه ډېر منزوی شوی دی. جنوبي افریقا ویلي دي‌ چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې ناپیلې پاتې کېږي او د جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې غوره ګڼي.

خو ځینو وروستیو شواهدو ته په کتو، منتقدین اوکراین ته د جنوبي افریقا تمایل په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG