د لاس رسي وړ اتصالات

تر لسیزو وروسته، د حکمتیار او امریکايي چارواکي لمړنۍ کتنه


لورنس او حکمتیار درڼو ټاکنو پر اهمیت ټینګار وکړ
لورنس او حکمتیار درڼو ټاکنو پر اهمیت ټینګار وکړ

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغاسنتان کې د امریکا ځانګړي شاردافیرسفیر هوګو لارنس تیره ورځ د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې بهیر اود ټاکنو په ګډون یو لړ نورو مسلو خبرې کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د امریکا ځانګړي شاردافیر سفیرهوګو لارنس سه شنبې په ورځ د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي.

د اسلامي حزب او د ملي یووالي د حکومت سره د سولې د هوکړې او بیا د روان عیسوي کال د می په څلورمه کابل ته د راستنیدلو وروسته د یو لوړ پوړې امریکایي چارواکي سره د ښاغلي حکمتیار دتیرې ورځې کتنه لومړۍ کتنه ده.

دوه میاشتې وړاندې د اسلامي حزب مشر یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ویلي وو چې د امریکا د سفارت له چارواکو پرته یې په کابل کې د میشتو نږدې ټولو بهرنیو سفارتونو له سفیرانو او دیپلوماتانو سره کتلي دي.

د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سه شنبې د ور ځې په کتنه کې سفیر لارنس د ملي یووالي د حکومت سره د سولې دهوکړې او د دغې هوکړې د بریالیتوب څخه چې په دغه اعلامیه کې تاریخي هوکړه بلل شوې یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ کړی دی.

دا اعلامیه وایي چې سفیر هوګو په افغانستان کې د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ د سولې د یو پراخه او هراړخیزبهیر په اړتیا ټینګار کړی دی.

" سفیر لارنس د سولې او دیموکراسۍ په هکله د حکمتیار د بیان شوو ژمنو هرکلی کړی، ثبات او سولې ته په رسیدلو کې یې بشري حقونو، د اساسي قانون موازینو او د بیان د ازادۍ ته د درناوي په اهمیت ټینګار کړی دی".

د امریکا سفارت وايي چې دواړه لوري په دې سره موافق وو، چې د اعتبار وړ، پراخه او شفافه ټاکنې د ټولو افغانانو اوپه افغانستان کې د میشتو قومونود سولې او هوساینې د ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره خورا زیاتې مهمې دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د اسلامي حزب مشر د تیر هجري شمسي کال د میزان په اتمه د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې د ملي یووالي حکومت د نورو ژمنو ترڅنګ د اسلامي حزب د سیاسي بندیانو د خوشې کولو ژمنه هم کړې وه، خو اسلامي حزب وایي تراوسه افغان حکومت په ډیر کم شمیر د دغه حزب بندیان خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG