د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د کرزي د وروستیو خبرو انتظار مو نه درلودی


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي د باندنیو چارو په وزارت کې د مطبوعاتي کنفراس پرمهال
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي د باندنیو چارو په وزارت کې د مطبوعاتي کنفراس پرمهال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په مشورتي لویې جرګې کې وویل چې د امریکا سره د امنیتي تړون لاس لیکېدل به د افغانستان د جمهوري ریاست د ټولټاکنو وروسته ترسره شي. دې تازه انکشاف په کابل او واشنګټن کې زیات شمیر خلګ حیران کړل. دا چي د واشنګټن دریځ په دې هکله څه دی د امریکا غږ خبریال حسیب الکوزي د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د ویاندې میرمن جن ساکي سره خبري کړي دي چې په لاندي لینک باندي یې اوریدلای شیْ.







بشپړه مرکه د سوال او ځواب په ډول لاندي لوستلای هم شیْ

الکوزی: مننه! د لومړۍ پوښتنې په توګه ولسمشر کرزي پرون اعلان کړه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون به د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې د انتخاباتو وروسته لاس لیک سي. دغه خبره څومره مهمه ده او ولي د امریکا حکومت د امنیتي تړون د لاس لیکېدو دپاره تر بل افغان حکومت پوري انتظار نشي ایستلی؟

ساکي: تر ټولو دمخه ستاسو څخه مننه کوم چې په دې هکله خبرې راسره کویْ. زه به دا ووایم چې دا د ټولو دپاره مهمه ده چې دا په یاد وساتو چې د امنیتي تړون امضا کېدل دوه جانبه او مشترک هدف و چې د ولسمشر کرزي او امریکا له خوا د امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاس لیکیدو پرمهال یو کال مخکي تعیین شو. د امنیتي تړون لاس لیکېدل هغه هدف و چې د دواړو خواوو له لوري مطرح شو او موافقه پر وشوه. دغه هدف د جنورۍ په میاشت کې یو ځل بیا د ولسشمر اوباما سره مطرح شو او دویم ځلي ټینګار پر وشو. د امنیتي تړون په برخه کې مهلت ډیره مهمه مسله ده ځکه د امریکا متحده ایالات باید د مهلت پر اساس پلان ونیسي. همدا راز زمونږ د ناټو ملګري هېوادونه هم باید پلان ونیسي. بله دا چي د امنیتي تړون مسله د دواړو خواوو دپاره ډیره مهمه مسله ده.
آخري خبره دا ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون هرڅومره چې ژر کېږي باید لاس لیک شي او تر کال ترپایه خو باید بیخي لاس لیک شي. که چیري داسي ونشي نو دا به تقریبا د امریکا او نورو ملګرو دپاره ناممکنه خبره وي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې حضور ولري.

الکوزی: آیا داسي اندېښنه لریْ چې ولسمشر کرزی به خپله پریکړه بدله کړي او امریکا به مجبوره شي چې د افغانستان د راتلونکي ولسمشر سره دغه پروسه د سره پرمخ یوسي او مزاکرات پر وکړي؟

ساکي: پر دې باندي مونږ هیڅ غور هم نه کوو ځکه پر دې پلان باندي مونږ د افغان لوري سره له ډیر نږدې نه مزاکرات کړي دي. د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري څو اونۍ مخکي افغانستان ته په سفر تللی و او د ولمسشر کرزي سره په دوامداره توګه د موضوع په هکله په تماس کې دی. دواړه، ولسمشر کرزی او ښاغلی کیري ډیرې زیاتې پخوانۍ کاري علایق او اړیکي لري. دا د دواړو خواوو په ګټه ده چې دا تړون هر څومره چې ژر لاس لیکېږي لاس لیک شي.

الکوزی: په لویې جرګې کې د ولسمشر کرزي خبرې زیات شمیر خلګ په واشنګټن او کابل کې حیران کړل. د جرګې د پیل نه مخکي د امریکا د حکومت برداشت څه و؟ آیا د داسي خبرې وړاندوینه یا پیشبیني د امریکا د حکومت د کړیوو په منځ کې شوې وه؟

ساکي: مونږ په هغه فکرو وو چې د یوه کال راهیسي یوو. د ستراتیژیک تړون د لاس لیکیدو پر مهال دواړو خواوو پر دې موافقه وکړه چې د یوه کال په موده کې به امنیتي تړون هم لاس لیک شي چې یو کال د نومبر په میاشت کې پوره کېږي. دا مهلت د دواړو خواوو له لوري تعیین شوی و او مونږ د ولسمشر کرزي د دې تازه خبرې هیڅ پیشبیني نه وه کړې.

الکوزی: که چیري د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک نشي نو عواقب به یې څه وي؟

ساکي:د تعیین شوي مهلت سره سم چې راتلونکي څو اونۍ دی، د افغانستان او مریکا ترمنځ د امنیتي تړون په امضا کې ځنډ به د امریکا او ناټو د نورو ملګرو دپاره دا ناممکنه او ستونزمنه کړي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته حضور ولري. دا تړون د دواړو خواوو په ګټه دی. دا تړون به د افغانستان خلګو ته ګټه ورسوي او دا د امریکا په ګټه هم دی. په همدغه دلیل مونږ غواړو چې دا تړون هر څومره چې ژر کېږي لاس لیک شي.

الکوزی: د وروستۍ پوښتنې په توګه ایا د دې وروستي انکشاف وروسته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا حکومت د کابل سره تماس نیولی دی چې خپلې اندېښنې ورته بیان کړي او د ولسمشر کرزي څخه وغواړي چې امنیتي تړون د مهلت سره سم لاس لیک کړي؟

ساکي: بلی مونږ دا کار کړی دی او غواړم چې دا بیا هم ډیره واضیح شي. مونږ د امنیتي تړون پر مهلت او مهال ویش باندي دوجانبه توافق درلودی. دواړوې خواووې پر دې مسلې باندي سره سلا وې او مونږ په افغانستان کې هم د مقاماتو سره په تماس کې یوو. حتی د جمهوري ریاست دپاره زیات شمیر کاندیدانو په عامه د امنیتي تړون د لاس لیکیدو طرفداري کوي. په دې مسله کې نه پټې خبرې شته نه د حیرانتیا مسایل، مونږ د مهلت په برخه کې خپله غوښتنه واضیح کړې ده او همدغه د څه وخت راهیسي زمونږ دریځ دی.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG