د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړه؛ امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالې بندیزونه ولګول 


پمپیو ویلي هغه کسان او ادارې به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې له بېنسودا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي
پمپیو ویلي هغه کسان او ادارې به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې له بېنسودا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر احتمالي جنګي جرمونو د څېرنې له کبله د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالې فاطو بېنسودا بندیزونه لګولي دي.

ښاغلي پامپیو د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۲مه ویلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لیست کې راغلې چې ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړي وو. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو منجمد کول او پر سفرونو ممنوعیت شامل دي.

پامپیو خبریالانو ته وویل: "موږ نن بل ګام پورته کوو ځکه چې په خواشینۍ سره د جرمونو نړیواله محکمه امریکایان په نښه کوي."

پامپیو ویلي هغه کسان او ادارې به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې له بېنسودا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

پامپیو زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو کسانو ته د ویزې ورکول بند کړي چې د امریکايي مامورینو په اړه یې له څېړنو سره همکاري کوله.

د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسودا ته د څېړنو د پیل کولو لارښونه وکړه څو څرګنده شي چې آیا طالبانو، افغان پوځیانو او امریکايي سرتیرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي نه یا نه.

د همدغو څېرنو له کبله امریکا تېرکال د بېنسودا ویزه لغوه کړه خو د واشنګټن او ملګرو ملتونو د یوې موافقتنامې له مخې، بېنسودا کولي شي د امنیت شورا ته د معلوماتو د ورکولو په خاطر په منظم ډول نیویارک ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG