ولسمشر حامد کرزي په مشورتي لویې جرګې کې موجودو قومي مشرانو نه وغوښتل چې د امریکا سره دي د افغانستان امنیتي تړون منظور کړي. د دې تړون له مخې کله چې ناټو خپل عسکر په ١٣٩٣ هجري شمسي کال کې له افغانستان نه وباسي دلسو زرو او پنځلسو زرو ترمنځ امریکایي عسکر به هلته پاتي شي.
ددغه تړون کومه وروستۍ مسوده چې د افغانستان حکومت په خپله ویب پاڼه کې خپره کړې په کښي راغلي دي چې امریکایي عسکر به د افغانانو کورونو ته په استثنايي حالاتو کې ورننوځي او دا هغه ټکی دی چې تقریبا یو کال امریکایي او افغان مامورینو پرې مذاکرات او بحثونه کول.
په کابل کې د مشورتي لویې جرګی د شروع کېدو نه څو ساعته وروسته د امریکا خارجه وزیر جان کییري اعلان وکړ چی دواړو ملکونو د امنیتي تړون پر وروستۍ مسودې باندی موافقه حاصله کړې ده.
په مشورتي لویې جرګې کې به درې ورځې د امنیتی تړون د مسودې پرمتن باندې بحثونه وشي او کله چې جرګې منظور کړله نو بیا به پارلمان پرې رای ګیري کوي.
کله چی تړون رسمي بڼه غوره کړي نو له مخې به یې د راتلونکو څوکلونو لپاره د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې دوام وکړي.
مشورتي جرګه د دې خبري اختیار لري چې ددغه دوه اړخیز تړون د هرې مادې سره چې اختلاف ولري ، رد یې کړي. که بیلکل یی ټول متن رد کړ نو بیا به دافغانستان دحکومت لپاره ډیره گرانه وي چی د امریکا سره یې لاس لیک کړي.
په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي
په کابل کی کلک امنیتي نیول شوي دي او دولتي دفترونه تړلي دي. په ښار کې ځای پر ځای پاټکونه او امنیتي پوستی جوړې شوي دي او دهغه سړک سخته ساتنه کېږي چې د جرګې ځای ته ځي.
د سې شنبې په ورځ د افغانستان د حکومت یوه ویاند ایمل فیضي وویل چې ښاغلي کرزي په افغانستان کې دامریکایي عسکرو په لاس دملکي وګړو د وژلو له امله د امریکا د ولسمشر نه غوښتلي دي چې د معافۍ او معذرت یو لیک دي ورته ولیږي. خو د امریکا خارجه وزیر دچهارشنبې په ورځ دغه خبره رد کړله او ویې ویل چی کرزي د امریکا نه ددغه شان کوم لیک غوښتنه نه وه کړې.
له بلی خوا طالبان چی د تیرو دولسو کلونو راهیسې په افغانستان کی د خارجي او حکومتي ځواکونو پر خلاف جنګیږي، ددغه تړون غندنه یې کړې او گواښ یی کړې چی دلویې جرګې کوم غړي چې دا تړون ومني حملې به پرې وکړي.
ملګري ملتونه وایي چې سږکال په افغانستان کې د طالبانو حملې دومره زیاتې شوي دي چې د ١٣٨٩ هجري شمسی کال نه وروسته یې تراوسه پوري هیڅ ساری نه و لیدل شوی.