د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوي درستیر د ارزونې دپاره افغانستان ته رسیدلی


د امریکا لوړ رتبه نظامي مامور د پوځ لوي درستیر جنرال مارټین ډیمبسي ، چی سفر یی نه و اعلان شوی، د شنبې په ورځ د دی دپاره افغانستان ته تللی چی دا خبره معلومه کړي چې د دوه زره څوارلسم کال په پای کې چی د امریکا او د ناټو د عسکرو وتل بشپړیږی، څومره امریکایي عسکر د افغانو عسکرو د روزنی دپاره پریښودل شي.

جنرال ډیمبسی به د خپل سفر په لړ کې د امریکایي او افغان مامورینو سره وګوري.
امریکا ژمنه کړیده چې د 2014 کال په پای کې به د خپلو عسکرو شمیر چې په تیرو کالونو کې یې شمیر یو لکو عسکرو ته ورسیدی ، لږ کړي.

دا لا نده څرګنده چې د افغان پوځ سره د مرستې دپاره به څومره عسکر په افغانستان کې پاتې شي چې د دې هېواد امنیتي وضع چې اوس هم ښه نه ده، کنترول کړي.

XS
SM
MD
LG