د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې له موبایل له لارې د پیسو د انتقال زمینه برابروي


امریکا به په افغانستان کې د موبایل له لارې د پیسو د انتقال زمینې پراخې کړي.
دواړه هیوادونه په دې باور دي چې د مخابراتي تکنالوژۍ نه په ګټې اخیستو سره کولای شي افغانانو ته شفاف مالي خدمات وړاندي کړي.


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د امریکې د پراختیایي ادارې یا یو اس اید په مرسته د موبایل له لارې د پيسو د انتقالولو زمینی برابري کړي او ورځ تر بلې یی پراخوي .
دا ځل به افغانان وکړای شي د موبایل له لاری خپل معاشونه هم تر لاسه کړي.

د مخابراتو وزیر امیر زی سنګین د دغه پروګرام په هکله وایي دا مهال افغان دولت د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره یوه ښه لاره لری او هغه د مخابراتي تکنالوژۍ نه په ګټې اخیستو سره خلکو ته شفاف مالي خدمات رسول ده.

د مخابراتو وزیر وایي د موبایل له لارې د پيسو په انتقال سره به لیري پرتو سیمو کې د وګړو په تیره بیا د ښونکو او پولیسو د معاشونو په ور رسولو کی اسانتیاوې را منځته کړي. ،،په لیری پرتو سیمو کې بانکونه نشته او دولتي کارکونکو ته معاشونه په خپل وخت نه رسیږي نو د موبایل له لارې د پيسو د لیږلو له لارې به موږ وکړای شو چی ښونکو او پو لیسو ته پیسې په خپل وخت ورسوو،،

دا مهال نږدی ۱۵۰۰۰ پولیس د موبایل له لارې خپل معاشونه تر لاسه کوي د معاشونو تر څنک د دغی پروژی یا ،،موبایل مني،، له لارې به افغانان وکړای شي چې له دولت سره خپل مالي حسابونه هم لکه د تکسونو او فیسونو ورکړه د موبایل له لاری تر سره کړي .

امیر زی سنګین وایي د موبایل له لارې د پیسو د رسولو پروژه یوه نړیواله پروژه ده چې د لومړي ځل لپاره د کینیا په هیواد کې پلي شوه او نن سبا یې ساری په هندوستان ، فلیپین او ځینو نورو هیوادونو کې هم شته دی. خو ښاغلی سنګین وايي چې افغانستان به خامخا د دغې پروژې د پلي کولو په لار کې ستونزې هم ولري،، یوه ستونزه دا ده چې اوس مهال په ټول افغانستان کې هغه ایجنسی نشته چی خلکو ته په یو مهال زیاتې پيسی ورکوي له بلی خوا شاید ځینی دولتی کارکونکی هم په دی لار کی خنډ را منځته کړي ځکه دا خدمات شفافیت را منځته کوی او وګړو ته معاشونه په خپل وخت او پوره ور ورسوی.،،

خو امیر زی سنګین وایی په هیواد کی یې د الکترونیکي حکومتدارۍ لپاره مټي را نغښتي دي نو دا به ضرور پلی کوی. نن سبا نږدې ۵ په سلو کې افغانان بانکي حسابونه لري خو د دې تر څنګ۶۰ په سلو کې افغانان د موبایل یا ګرځنده تیلفونونو نه کار اخلي او د مخابراتو د وزارت په وینا څه د پاسه ۸۳ په سلو کې افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چی د موبایل د شبکو تر پوښښ لاندې دي .

دموبایل مني دغه پروګرام چې د امریکا د پراختیایي ادارې په مرسته پلي کیږی او نږدې ۵ ملیون دالره لګښټ غواړي .
بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG