د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ بیاکتنه روانه ده – امریکایي چارواکی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ بیاکتنه روانه ده.

دسویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، پاول کپور، دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۱) د متحده ایالتونو د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په یوې استماعیه غونډه کې وکړې.

کپور د یوې اړوندې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا بهیر ډېرې برخې لري او نشي کولی د دې پالیسۍ د تدوین او اعلانولو لپاره کوم تاریخ وړاندې کړي.

پاول کپور په قطر کې د السیلیه کمپ د تړلو او افغانستان ته د افغانانو د جبري بېرته ستنولو په اړه د یوه امریکايي قانون جوړونکي د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ افغانان په زور افغانستان ته نه لېږو. ځینې یې په خپله خوښه ستانه شوي دي، خو موږ هیڅوک [بېرته ستنېدو ته] نه مجبوروو."

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم وویل چې شاوخوا ۱۵۰ افغان وګړو چې په السیلیه کمپ کې میشت وو، منلې ده چې د پیسو په بدل کې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

هغه ونه ویل چې دغو کسانو ته څومره پیسې ورکړل شوې دي او همدارنګه افغانستان ته د بېرته ستنېدو وروسته د هغوی د برخلیک په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت امریکاغږ ته وویل چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د السیلیه کمپ فعالیت، چې د متحدو ایالتونو په ګډون نورو هېوادونو کې د افغانستان د وګړو د بیا مېشتولو لپاره کارول کیږي، د روان مالي کال تر پایه (د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه) پورې به وتړل شي.

د دې وزارت یو ویاند د امریکاغږ د افغانستان څانګې پوښتنې ته په ځواب کې په یوه برېښنالیک کې ویلي هغه افغانان چې لا هم په دې کمپ کې دي، د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ پورې به په درېیم هېواد کې ځای پرځای شي.

کپور امریکايي قانون جوړونکو ته وويل چې اوسمهال شاوخوا له ۱۱۰۰ څخه تر ۱۲۰۰پورې افغانان د السيليه په کمپ کې دي او د هغه په وينا، امریکا له درېیم ګړي هېوادونو سره د افغانانو د بيا مېشتېدنې په تړاو په اړيکه کې ده، خو د هیڅ هیواد نوم یې یاد نکړ.

پاول کپور وویل: "زموږ باور دا دی چې دا په حقیقت کې یوه ښه پایله ده. په السیلیه کمپ (کاس) کې د هغوی نامحدود ساتل منطقي نه دي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر، جو بایدن، د حکومت له لوري د السیلیه کمپ متحدو ایالتونو ته د افغانانو د انتقال لپاره کارول کیده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG